The news is by your side.

افغانستانه کله به جوړ شې؟

خبريال ويبپاڼه /يوه ورځ دارزن قيمت له شپاړسم بلاکه دپوهنتون په لور راهي شوم داړخ جيب نه مې ساده موبايل راوويست ساعت ته مې وکتل اوونه اووه تېرې وې دپوهنتون حاضرۍ ته څه کم يو ساعت پاتې وو،غوښتل مې چې دارزان قيمت ښاري ښک کوڅوکې احوال پرسوکړمقدم په قدم مې دښاري کوڅوڅخه خونداخيسته له چې ناڅاپه مې هغوماشومانوسترګې ولګيدې.

چې په ځانګړې اينفورم کې دخصوصي مکتب کارتونه يې په غاړه وودمکتب پرلور روان وو داسې ښکاريده لکه ګلاب چې نوي ګل شوي وي زما فکر هغه ځاى ته لاړ چې دکلي څخه به مونږ ماشومانوسره مکتب تللو په ساده کاليو کې به يوبل سره نازکې.

خبرې کولې. يوبل ته به يې په خبروکې ويل زه اول نمره کيږم بل به ويل زه اول نمره کيږم،په خپلو منځوکې به يې شور ماشور وولکه چينچڼې چې په سهر وختي دلمر څرک سره شور ماشور شروع کړي،.

اواز به مې پرې وکړ ارامه اوسۍ ټول اول نمره کيږۍ کوښښ وکړۍ کوښښ،کوښښ دبريا لومړى شرط ده،له دې سره دموټر ارنډ مې فکرښارته واړوه په سوچونو سوچونو تر چهراهي رارسيدلى وم،سهار وو بې شميره کاريګر په چوک کې ولاړوو ددې په انتظار وو چې دورځې په اوږدوکې به يوه مړۍ حلاله روزي دخپلوماشومانو لپاره پيداکړي، اوکورته.

به په خشحالۍ اوسبزي په لاس خپلو ماشومانوته ورسي،په چهاراهي کې ګڼه ګوڼه ډيره وه ماهم ځان ته دوتولار پيداکوله کله به له يوموټره تير شوم کله له بل دکاريګرومنځته راورسيدم ګورم چې يوسړى چې سپين کالي تورر واسکټ اوپکول يې پر سر وو دکاريګرو پر لور راروان وو .

په رارسيدوسره کاريګر ټول پرې راټول شول سړي وويل يو کاريګر مې پکار ده کاريګر بې شميره وو وې نه غوښتل چې کوم کاريګر ځان سره واخلي، په دې وخت کاريګر ناهيلي خواره واره شول، يولحظه مې ددوۍ ننداره کوله چې ساعت ته مې وکتل دولس دقيقې دپوهنتون حاضرۍ ته پاتې وې.

، په تيزۍ سره دپوهنتون پر لور روان شوم بيا بيا به مې دکاريګرو تصوير په ذهن کې ګرزيده او ډول ډول سوچونوکې ډوب وم، چې ناڅاپه مې پښه په نالۍ کې ورغله په نالۍ کې مې پښه تر ښنګرو ډوبه شوه،ټول سوچونه هواته لاړل په شرميدلي حلات په کوڅه کې روان وم په کوڅه کې وبه نه وې تر پوهنتونه راورسيدلم دپښې دوينځلو لپاره داوبازک په لور روان شوم.

اوبازک ته لانه وم رسيدلې چې دلايلې ددوهم چت څخه يو محصل راغږ کړ څه کوې ورته په جواب کې مې ورته وويل پښه وينځم، راته يې وويل اوبازک خراب ده.له ځان سره مې وويل افغانستانه کله به جوړسې.

موضع: لنډه کيسه
ليکونکى: ميرافضل “کمال”

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.