The news is by your side.

مريم نواز: د پاکستاني پوځ او حکومت پر ضد به تر ټولو ستر لاريون تر سره کړو

خبريال ويبپاڼه/ په پاکستان کې د اوسني حکومت او ددې هيواد د پوځي مشرانو پر ضد مخالفو ډلو د حکومت او پوځ پر ضد تندي نيوکې کړي ، د پاکستان حکومتي او پوځي مشران يې د پاکستان او دسمي د نا امنې اصلي لاميلن بللي دي.

د نواز شريف په مشرۍ د ملسم ليګ ګوند مخکښژ مشري او د نواز شريف لور مريم نواز پر پوځ او حکومت سختي نيوکې وکړي هغې وويل چې سبا ته به يو ځل په ټول ګونديزه بڼه د پوځ او حکومت خلاف د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ يو ستر لاريون کوي.

د پاکستان د ظالم او پوځ او حکومت پر ضد به خپل غږ اوچتوي.
د مريم نواز په خبره چې دوی په دغه لاره کې له هيڅ شيـڅخه ونه ډار شي هغه که هر څومره سخت زندانونه هم وي.

هيره دي نه وي چې په پاکستان کې د حکومت ضد ډلو ائتلاف ، نن يې د کراچۍ په ښار کې د حکومت ضد لاریون تر سره کړ او دد لاريون په پای کې يې خپلو پلويانو ته د سبا لپاره د دوهم لوی لاریون اعلان هم وکړ.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اپوزیسیون ګوندونو ته خبرداری ورکړی چې که دوی قانون مات کړي نو دوی به مستقیم زندان ته واستول شي ، خو د مخالفې ډلې د مسلم لیګ (نواز) مشر مریم نواز ویلي دي چې هغه به د حکومت ګواښونو ته پام ونه کړي. بلکي په دغه لاره کې هيڅ ډول ډار نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.