The news is by your side.

ارمنیا یو ځل بیا د اذربایجان ګنجه ښار خپله موخه ګرځولې

خبریال ویبپاڼه/ د اذربایجان مرستیال ولسمشر حکمت حاجیاف په خپل ټویټر حساب کې لیکلي: “ارمنیا د البروس بالستیک توغندي په مرسته د ګنجه ښار استوګنېزې سیمې په نښه کړي.

هغه دا هم وویل، چې ارمنیا په جبهو کې له ماتې وروسته په قصدي ډول استوګنیزې سیمې په نښه کوي.

هغه همداراز ویلي، چې تیره شپه په ګنجه کې د ارمنیا لخوا په توغنديز برید کې تر شلو ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.

د اذربایجان جمهوریت د څارنوالۍ دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د اذربایجان جمهوریت په دوهم لوی ښار ګنجه باندې د ارمنستان د توغندوي برید د قربانیانو شمیر ۱۲ ته لوړ شوی دی.

له بلې خوا ، د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د فضولي تاریخي ښارګوټی او شاوخوا شاوخوا کلي د ارمنستان له نیواک څخه پاک شوي دي.

ارمنیا له ۱۹۸۸ کال څخه هڅه کوي چې د ناګورنو – قره‌ باغ سیمې خپلې کړي دوی په ۱۹۹۱ کال کې نظامي شخړې ته وده ورکړه.

 د خواجولي ډله ایزه وژنه ، چې د ۱۹۹۲ د فبرورۍ په ۲۶ مه کې وشوه، په اذربایجان کې د ارمنستان د اردو له خوا یو له تورو ورځو څخه وه. د دې بریدونو او تاوتریخوالي په تعقیب ، د اذربایجان جمهوریت د ناګورنو – قره باغ سیمه او ۷ ګاونډي ښارونه د ارمنستان د اردو لخوا څخه ونیول شول.

د ۱۹۹۴ می کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ شخړې ته د پای ټکی کیښودل شو، مګر د منسک ډلې لخوا نړیوال منځګړیتوب ، چې د روسیې ، فرانسې او متحده ایالاتو په ګډه همکارۍ د شخړې سوله ییز حل لپاره پاتې راغلی.

۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۷مه د ارمنستان له برید وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د دښمنیو لړۍ بیا پیل شوه، او د اذربایجان جمهوریت اردو د نیول شوې خاورې د ازادولو لپاره عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو په پایله کې، د اذربایجان ښارونه، کلي او ستراتیژیکې سیمې له نیواک څخه آزادې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance