The news is by your side.

امریکايي ځواکونه: پر طالبانو خپلو هوايي بریدونه ته دوام ورکوي

خبریال ویبپاڼه/ امریکايي ځواکونه وايي چې د افغان ځواکونو په ملتیا به خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي دوی وايي تر هغو چې طالبان سرغړونې کوي دوی به پرې بریدونه کوي

د امریکا پوځ ویلي طالبان چې څومره سرغړونه کوي دوی به پرې بریدونه د دې پوځ یوه ویاند سوني لګیت په تازه خبرو کې ویلي چې دوی هیڅ کله د طالبانو په مقابل کې د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې، خو برعکس طالبانو په هلمند او فرا کې پر افغان ځواکونو باندې حملې وکړې چې دوی يې یوازي دفاع ته ورغلي دی

لګیت د هلمند جګړې ته په اشارې وویل چې ټولې نړۍ ولیدل چې  طالبانو هلمند کې زرګونه کسان بې کوره، او لګسونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ځکه نو موږ د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلو او دا همکاري به د دوحې د دوه اړخیزه اعلامیې پر بنټ دوام ولري

 د طالبانو له لوري په وروستیو کې هلمند او بدخشان ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره درنې جګړې ترسره  کړې چې پرمهال يې امریکايي ځواکونو د طالبانو پر هدفونو هوايي بریدونه وکړل

له امریکا سره د طالبانو د دوحې پریکړه کې ویل سوي چې دوی به پر لویو ښارونو بریدونه نکوي او بهرنیو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکي پرې کوي  خو راپورونو ویلي چې د هلمند په جګړه کې القاعده او نورو بهرنیو وسلوالو له طالبانو سره یوځای د افغان پوځیانو پر ضد جګړه کې برخه اخیستې

د جګړې د پیل پر مهال د هلمند والي ویلي وو چې د طالبانو سره په دې خونړۍ جګړه کې بهرنیو وسلوالو مرسته کړې وه او له افغان پوځیان سره يې په مخامخ جګړه کې برخه اخیستې

د هلمند دې جګړه کې لس زره کورنۍ د خپلو ځایونو پرېښودو ته اړې سوې او دا مهال بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.