The news is by your side.

ارګ: د جګړې شدت د سولې خبرې خنډ سره مخ کوي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د غور ولایت  مرکز فیروزکو ښار کې ترې ورځ یوې موټر بم چاودنې سلګونه کسانوته مرګ ژوبله واوړوله له همدې امله افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل طالبانو د بشر ضد جنایتونو په دوام د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې په یوه ترهګریز برید سره بې شمېره بېګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل

داسې ښکاري چې د تاوتریخوالي ډېرښت او د ملکي کسانو زیاته مرګ ژوبله به د سولې روانې هڅې له زیاتو خنډ سره مخ کړي د ولسمشري ماڼي هم ویلي دا تاوتریخوالی کولای سي چې د سولې خبرو کې لوی خنډ واقع کړي او دا پروسه له ستونزو سره مخ کړي

کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې په غور کې یوځل بیا بې ګنا ملکی افغانان په بې معنی بمي چاودنه کې ووژل سول او د دې وینې تویولو د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې

په یو تازه راپور کې د امریکا پوځ ویلي چې  پر طالبانو به خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي د امریکا پوځ ویلي طالبان چې څومره سرغړونه کوي دوی به پرې بریدونه د دې پوځ یوه ویاند سوني لګیت په تازه خبرو کې ویلي چې دوی هیڅ کله د طالبانو په مقابل کې د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې، خو برعکس طالبانو په هلمند او فرا کې پر افغان ځواکونو باندې حملې وکړې چې دوی يې یوازي دفاع ته ورغلي دی

لګیت د هلمند جګړې ته په اشارې وویل چې ټولې نړۍ ولیدل چې  طالبانو هلمند کې زرګونه کسان بې کوره، او لګسونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ځکه نو موږ د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلو او دا همکاري به د دوحې د دوه اړخیزه اعلامیې پر بنټ دوام ولري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance