The news is by your side.

زلمي خلیلزاد د غور پر پیښه غبرګون ښودلی

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د غور ولایت  مرکز فیروزکو ښار کې تیره ورځ یوې موټر بم چاودنې سلګونه کسانوته مرګ ژوبله واوړوله چې ۱۳ کسان يې ووژل او یو زیات شمېر نور يې ژوبل کړل

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي روانه جګړه د سولې لپاره خورا خطرناکه ده هغه د غور پیښي ته په اشارې ویلي تاوتریخوالي له ډېرې مودې راهیسې افغانان کړولي او له ډېرو یې د هغوی عزیزان اخیستي او د غور نننۍ غمیزه یې وروستۍ بېلګه ده

ده پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي “ دا باور چې د مذاکرااتو په میز کې د امتیاز ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی ډیر سي ډیر خطرناکه دی دغه ډول چلند کولای سي چې د سولې بهیر زیانمن کړي او د افغان مشرانو پخواني ناسم محاسبات بیا تکرار کړي”

په ورته ولسمشر محمد اشرف غني د دې پیښي په هکله غبرګون ښودلی او ویلي يې دي طالبانو د بشر ضد جنایتونو په دوام د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې په یوه ترهګریز برید سره بې شمېره بېګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل

د غور ولایت په سوي موټر بم چاودنه کې ۱۳ ملکي کسان ووژل سول او او ۱۱۹ تنه نور ژوبل سول راپورونه وايي چې دغه چاودنه خورا زوروره وه

پرهمدې مهال د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وروستۍ جګړې او تاوتریخوالی د سولې پروسې په زیان دی داسې ښکاري چې د تاوتریخوالي ډېرښت او د ملکي کسانو زیاته مرګ ژوبله به د سولې روانې هڅې له زیاتو خنډ سره مخ کړي د ولسمشري ماڼي هم ویلي دا تاوتریخوالی کولای سي چې د سولې خبرو کې لوی خنډ واقع کړي او دا پروسه له ستونزو سره مخ کړي

کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې په غور کې یوځل بیا بې ګنا ملکی افغانان په بې معنی بمي چاودنه کې ووژل سول او د دې وینې تویولو د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.