The news is by your side.

دفاع وزارت: میدان وردک کې د محاصره سرتیرو ستونزې حل سوې

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ کې د ملي د هغه کمپ چې د طالبانو له لوري محاصره سوي وو اوشمېر ټپیان وو، ستونزې حل سوي دي

د دفاع وزارت ویلي چې د کلابندو سرتیرو ستونزو ته رسیدګي سوې او هغلته ژوبل کسان روغتون ته انتقال سوي، د ملي دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې راغلي چې تیره شپه کمانډو ځواکونو د جلریز د اشرو کې عملیات کړي چې نتیجه کې يې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبر پاڼه وايي د دې پوستې ټولې شاوخوا سیمې له طالبانو پاکې سوې او په دې پوسته کې يې ژوبل سرتیري روغتون ته لیږدولي اعلامیه وايی چې دې سرتیرو ته وسلې او خوراک هم رسول سوي

تیرو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو د افغان سرتیرو یوه ویډیو نشر سوه کې پکښي ویل سوي د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ اشرو سیمه کې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او مرستې ته اړتیا لري هغوی ویلي لاهم  د طالبانو په وړاندې جنګیږي او هیڅکله به تسلیم نسي خو له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې باید ورته مرسته او مهمات ورسوي چي تیره شپه کمانډو ځواکونو د دې سرتیرو ټولې ستونزې حل کړې

د افغانستان دفاع وزارت څو ځله ویلي چې  خپلو سرتیرو ته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په سختو شرایطو کې  مرستې او کمک رسوي او یوازي به یې پرې نه ږدي

په وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې تاوتریخوالی زیات  سوی چې د هلمند ولایت او بدخشان ولایتونو مرکزونو ته څېرمه يې یو شمېر سیمې هم نیولې افغان دولت ویلي چې افغان ځواکونه په پوره مورال سره له وسلوالو سره جنګیږي او اجازه نه ورکوي چې طالبان خلکو او ولایتونو ته زیان واړوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.