۴۰ میلیونه انسانان په کرونا اخته سوي

خبریال ویبپاڼه/ کرونا ناروغي لاهم  په خورا  چټکي سره د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې مخ په وړاندې روانه ده او تراوسه یې تر یو میلیونه زیات کسان وژلي دي

تازه راپورونه دادي چې په نړۍ کې اوس مهال دې ناروغۍ بې ساري پرمختګ کړی او تراوسه پرې ۴۰ میلیونه کسان مبتلا سوي دي دې ناروغۍ یو میلیون او ۱۲ زره کسان تراوسه وژلي دي

داسې هېوادونه هم سته چې د کرونا ناروغۍ دویمې څپې سخت وځپل په دې هېوادونو کې خلک خورا اندېښمن دي او له ډیرو مثبتو پیښو ډير په اندېښنه کې دي، برتانیا کې ۱۷ نوې پیښي ثبت سوې دي

داسې ګمان کیږی چې د کرونا دویمه څپه به هم زیاته خطرناکه وي ځکه خلک ورسره خورا بې پروا دي او د دې ناروغۍ په هکله هیڅ هم نکوي کچیري د کرونا ناروغي ستونزه نوره هم زیاته سي ښايي په ډيری سیمو کې قرنظین واقع سي

سلواکیا چې تر نورو اروپايي هېوادونو په کې کم خلک په کرونا اخته سوي و داسې پلان لري چې خپل ټول وګړي د کرونا په وړاندې معاینه کړي د سلواکیا صدراعظم ایګور ماتوویچ په دې اړه  ویلي دا معاینه داسې یوه طریقه ده چې له لارې یې کولای شو د عفونت لارې یا بندې کړو یا یې منحرفې کړو

تراوسه پوري په نړیواله کچه داسې ګام نه دی اخیستل سوی چې د کرونا په وړاندې يې مخه ډب کړي راپورنه وايی چې روسیې او امریکا پوره کوښښ او تلاش وکړ چې د کرونا ضد واکسین جوړ کړي خو تراوسه پوري هیڅ یوه جوړ سوي واکسین نتیجه نه ده ورکړې

د کرونا پر ضد روسیه هېواد زیات تلاش کوي چې واکسین جوړ کړي خو بریا یې لا نه ده مالومه د ژمي د سړې هوا له راتګه خلاص اندېښنه کوي چې کچیري دا ناروغي کنټرول نسي نو لیري نه ده چې دا ناروغي به یوه فاجعه وزېږوي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum