The news is by your side.

د بین لافغاني خبرو د تماس ډلو ناستې لاهم بې پایلي دي

خبریال ویبپاڼه/ قطر کې لاهم د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبان د تماس ډلو غونډې بې نتیجې پای ته رسیږي او پر اختلافي ټکو دواړې خواوې هوکړې ته نه رسیږي خو ملابرادر بیا له قطري چارواکو سره لیدنې کتنې کوی

راپورونه وايي چې د طالبانو د قظر ډلې مرستیا عبدالغني برادر د قطر هېواد مرستیال لومړي وزیر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

محمد نعیم وردګ د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي چې ملا برادر له دې چارواکو سره د امریکا سره د سولې هوکړې پر پوره پلې کیدو او د افغانانو د خپل منځي خبرو په هکله ږغیدلی

طالبان د سولې هو کړي د پوره عملي کیدو خبره کوي خو په افغانستان کې دا ډله هره ورځ خپله هوکړه د افغانستان پر خلکو، او ځواکونو په بریدونو کولو سره ماتوي

دوی له امریکا سره په سوې هوکړه کې ویلي چې پر لویو ښارونو به بریدونه نکوي او د بهرنیو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکي پرې کو، خو اوس مهال طالبان هم له بهرنیو ترهګرو سره اړیکي پالي او هم د افغانستان پر لویو ښارونو بریدونه کوي چې هلته تر ډېره بریده ملکیانو ته زیان رسیږي

له همدې امله امریکا هم پر طالبانو په قهر سوې او ویلي يې دي چې لا به هم پر طالبانو خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي د امریکا پوځ تیره ورځ په یوه بیان کې وویل چې طالبان خپلو سرغړونو ته دوام ورکوي ځکه نو به هم پرې خپل بریدونه جارې وساتی هغوی ویلي چې کله د طالبانو په مقابل کې د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې، خو برعکس طالبانو په هلمند او فرا کې پر افغان ځواکونو باندې حملې وکړې چې دوی يې یوازي دفاع ته ورغلي دی

لګیت د هلمند جګړې ته په اشارې وویل چې ټولې نړۍ ولیدل چې طالبانو هلمند کې زرګونه کسان بې کوره، او لګسونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ځکه نو موږ د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلو او دا همکاري به د دوحې د دوه اړخیزه اعلامیې پر بنټ دوام ولري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.