The news is by your side.

د اذربایجان پوځ د قره باغ اړوند ۱۳کلي نیولي

خبریال ویبپاڼه/ د اذربایجان جمهور رییس الهام علی اوف وایي، ځواکونه یې پر دې توانېدلي چې د قرباغ سیمې اړوند ۱۳کلي ونیسي.

هغه پر خپل ټوېټرپاڼه په ویډیویي پیغام کې زیاته کړې چې د اذربایجان پوځ د قرباغ په جنوب لودیځه برخه کې د څو کلیو واګې تر لاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د اوربند هوکړه لاسلیک شوه، خو تر څو ساعتونو تېرېدو وروسته دواړو هېوادونو یو بل د اوربند په ماتېدو تورن کړل.

د اذربایجان جمهور رییس ویلي، اوربند د ارمنستاني ځواکونو لخوا مات شوی او د اذربایجان پر پوځونو یې توغندویي بریدونه کړي دي.

په ورته وخت کې ارمنستاني چارواکو هم ورته ادعا کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپټمبر پر ۲۷مه د نګورنو قرباغ په لانجمنې سیمې کې جګړه پیل شوه چې لاهم دوام لري.

د رسنیو د راپورونو له مخې، هلته په ترسره شوو نښتو کې ګڼو نظامیانو او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې شوي دي.

د تلې په ۲۳ مه نیټه د اذربایجان ولسمشر الهام علي ‌اف په خپل ټویټر اکاونټ کې یو پیغام په خپرولو سره وویل: چې د خوجاوند په سیمه کې ۳ نور کلي د ارمنستان له نیواک څخه ازاد شوي دي.

هغه وویل: د اذربایجان میړانې اردو لښکرو د خوجاوند په ولایت کې د خیرمانجیق ، آغ بولاق او آخوللو کلي آزاد کړل. د آذربایجان اردو دې ژوندۍ وي. ناګورنو – قره ‌باغ په اذربایجان پورې اړه لري.

ویل کیږي چې د اذربایجان جمهوریت اردو د ناګورنو – قره باغ په سیمه او یو شمیر ګاونډیو ولایتونو کې د خپل نیول شوي سیمې د ازادولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

ارمنیا له ۱۹۸۸ کال څخه هڅه کوي چې د ناګورنو – قره‌ باغ سیمې خپلې کړي دوی په ۱۹۹۱ کال کې نظامي شخړې ته وده ورکړه.

 د خواجولي ډله ایزه وژنه ، چې د ۱۹۹۲ د فبرورۍ په ۲۶ مه کې وشوه، په اذربایجان کې د ارمنستان د اردو له خوا یو له تورو ورځو څخه وه. د دې بریدونو او تاوتریخوالي په تعقیب ، د اذربایجان جمهوریت د ناګورنو – قره باغ سیمه او ۷ ګاونډي ښارونه د ارمنستان د اردو لخوا څخه ونیول شول.

د ۱۹۹۴ می کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ شخړې ته د پای ټکی کیښودل شو، مګر د منسک ډلې لخوا نړیوال منځګړیتوب ، چې د روسیې ، فرانسې او متحده ایالاتو په ګډه همکارۍ د شخړې سوله ییز حل لپاره پاتې راغلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance