افغان ځواکونو ته ۳،۲ میلیارده غونډ سوي

خبریال ویبپاڼه/ ناټو د باور صندوق له لارې د افغان ځواکونو د تجهیز او ملاتړ لپاره ۳،۲ میلیارده ډالر ټول کړي او ژمنه سوې چې ناټو له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کال پوري ملګرتیا کوي

ناټو په یوه تازه بیان کې ویلي چې ویلي چې تر ۲۰۲۴ کال پوري به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي دې بیان کې ویلي سوي چې ناټو به امنیتي سرتیري هم  وروزي

تېره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د باور صندوق عمومي پلاوي غونډه ترسره سوه چې په کې د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ په اړه بحث سوی.

بیان وايي د دې غونډې په ترڅ کې پریکړه وسوه چې ناټو به خپلو همکاریو ته تر ۲۰۱۴ زیږدیز کال پوري دوام ورکوي

ناټو په داسې حال کې خپله ژمنه یوځل بیا تازه کوي چې دافغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نژدې کیدونکي پیل کیږي خو له بلو پلوه د طالبانو له لوري د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو شدیدې جګړې یو شمېر غبرګونونه پارولې.

د امریکا پوځ هم تیره ورځ په یوه بیان کې ژمنه وکړه چې پر طالبانو خپلو بریدونو ته دوام  ورکوي او تر هغو به دا بریدونه دوام لري ترڅو چې طالبان د قطر دفتر له هوکړې سرغړونه کوي

د امریکا پوځ ویلي طالبان چې څومره سرغړونه کوي دوی به پرې بریدونه د دې پوځ یوه ویاند سوني لګیت په تازه خبرو کې ویلي چې دوی هیڅ کله د طالبانو په مقابل کې د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې، خو برعکس طالبانو په هلمند او فرا کې پر افغان ځواکونو باندې حملې وکړې چې دوی يې یوازي دفاع ته ورغلي دی

لګیت د هلمند جګړې ته په اشارې وویل چې ټولې نړۍ ولیدل چې  طالبانو هلمند کې زرګونه کسان بې کوره، او لګسونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ځکه نو موږ د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلو او دا همکاري به د دوحې د دوه اړخیزه اعلامیې پر بنټ دوام ولري

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More