The news is by your side.

د امریکا ټاکنو کې به ۳۲ میلیونه کسان ګډون وکړي

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا په تاریخ کې راتلوونکي ولسمشریزي ټاکنې ډيري مهمې ګڼل سوې او ویل سوي چې په دې ټاکنو کې به د ګډونوالو شمېر بې ساری وي

راپورونه وايي د تېرې یوې پېړۍ د ټاکنو پرتله به د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ډېر رایه اچوونکي کډوال ګډون وکړي.

د دې زیات شمېر رایه ورکوونکو دلیلونه دادي چې ډیری کسانو وګړتابه اخیستې او دې هېواد ته د کډوالۍ ډیر والی دی

د شمېرو له مخې  ډیری هغه کډوال چې رایه اچونه کې برخه اخلي د امریکا هېواد په څلورو ایالاتونو کې اوسیږي چې کلیفورنیا، ټکساس، نیویارک، او فلوریډا کې به د دوی رایه اچونه ترسره سي

د امریکا ولسمشري ته اوسمهاله ولسمشر ټرمپ او جوبایډن نوماندان چې دواړو په ټاکنیزو منډو ترړو کې یو پر بل سختې نیوکې هم کړې

ټرمپ دوه ورځې وړاندې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل سر سخت سیال جو بایډن بریا د ځان لپاره د شرم وړبللې.

ډونالډ ټرمپ ویلي وو، ډېر شرم به وي، چې د جو بایډن په څېر شخص راته ماتې را کړي، ښایي له ډېر شرم او مجبوریت نه امریکا هم را نه پاتې سي او بل ځای لاړ سم.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یادې څرګندونې په جورجیا کې خپلو پلویانو ته په ټاکنیزه غونډه کې وکړې او د وینا تر پایه د جو بایډن په احتمالي بریا وغږېد او ریشخند یې کړ.

ټرمپ وایي، ډېر د شرم ځای دی چې د جو بایډن په څېر شخص ورسره د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره سیالي کوي، او که جوبایډن را نه ټاکنې وګټي امریکا کې به د پاتې ګېدلو مخ او ځای ونه لرم

همداسې مقابل لوري جوبایډن هم پر ټرمپ او د هغه پر حکومتولۍ توندې نیوکې کړې او ویلي يې دي چې ټر مپ د مشرتابه وړ نه دی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.