The news is by your side.

طالبانو تیرو څلورو اونیو کې ۱۰۹ ملکي وګړي وژلي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان دفاع وزارت هم دا مني چې په قطر کې د خبرو له پیل راهیسې په ټول هیواد کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د دغه وزارت ویاند خبریال ته ویلي چې طالب ترهګر په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۲۰-۲۱ ولایتونو بریدونه کوي.

متحده ایالاتو د تېر کال د مارچ په لسمه له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ ترڅو دا ډله د خبرو میز ته راولي او په افغانستان کې ۴۲ کلن جنګ پای ته ورسوي.

په دې وروستیو کې، په افغانستان کې د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل: چې د تاوتریخوالي کمولو مسله د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په هوکړه کې کليدي مسله ده او دا ډله باید د سولې خبرو د بریالي کیدو لپاره له تاوتریخوالي لاس واخلي.

پداسې حال کې چې له طالبانو څخه تمه کیده چې اوربند ته موافقه وکړي یا لږ تر لږه د خبرو په پیلولو سره خپل بریدونه کم کړي؛ خو دې ډلې د هرې ورځې په تیریدو سره په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو شمیر ډیر کړی دی.

د سیمه ایزو رسنیو د راپورونو پر اساس په تیرو څلورو اونیو کې د طالبانو په بریدونو کې د تلې له لومړۍ تر ۲۸ مې نیټې ۱۲۹ پولیس او د اردو امنیت پرسونل او  ۱۰۹ ملکي وګړي وژلي دي. او د امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۱۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت هم دا مني چې په قطر کې د خبرو له پیل راهیسې په ټول هیواد کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د دغه وزارت ویاند خبریال ته ویلي چې طالب ترهګر په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۲۰-۲۱ ولایتونو بریدونه کوي.

دی ټینګار کوي چې د اردو سربیره ملکي وګړي هم د طالبانو د بریدونو پرمهال وژل کیږي. د هغه په ​​خبره، ډیری ترهګریز بریدونه د پوستو او امنیتي اډو د نسکورولو لپاره ترسره کیږي.

راپورونه ښیې چې په تیرو څلورو اونیو کې په هلمند، بدخشان، میدان وردګ او بغلان ولایتونو کې طالبانو ډیری بریدونه کړي دي. تیره اونۍ، طالب ترهګرو د لښکرګاه او نادعلي ولسوالیو په ګډون د هلمند ولایت پر ځینو برخو برید وکړ. د هلمند والي یاسین خان پرون (تله ۲۸ مه) یوې خبري غونډې ته وویل: چې په دې ولایت کې په وروستیو نښتو کې ۳۰ امنیتي او ۷  ملکي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي خان وویل: چې د اردو ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې له ۳۰۰ زیات ترهګر طالبان هم وژل شوي دي.

په ورته ډول، د افغانستان په شمال ختیځ کې بدخشان ولایت د تیرو دوه اونیو راهیسې د طالب ترهګرو لخوا د درنو بریدونو شاهد و. ویل کیږي چې دغه نښتې حتی د فیض آباد ښار ته رسیدلي دي. د امنیتي چارواکو په خبره، د طالبانو په لسو ورځو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ امنیتي غړي وژل شوي دي. له بلې خوا، د دواړو لورو تر منځ په نښتو کې ۲۹ طالبان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.