The news is by your side.

میلر تاوتریخوالی له حده زیات سوی

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې روانې جګړې په لویو ښارونو کې بمې چاودنې او نور فعالیتو نه هغه څه دي چې یو شمېر اندېښنې او د سولې په هکله يې خطرونه رامنځ ته کړي
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر ویلي چې افغانستان کې مخ پر زیاتیدو جګړه د سولې کمساری چانس هم له منځه وړي هغه ویلي چې افغان ځواکونه دي له زیات تاوتریخوالي لاس واخلي
په وروستیو ورځو کې امریکایان هم د طالبانو د وروستیو نښتو په هکله غصه دي او په یو شمېر ولایتونو کې يې پر طالبانوهوايي بریدونه کړي او په ورته مهال يې ګواښ کړی کچیري طالبان خپلو سرغړونو ته ادامه ورکړي نو دوی به يې د هوا له لارې په نښه کړي
پوښتنه داده چې ولې طالبان له کړو هوکړو سرغړونه کوي؟ ایا طالبان په افغانستان کې سوله غواړي؟ تراوسه پوري د عامو افغانانو هغه هیله چې په رښتیني دول به د دوحې د سولې خبرې نتیجه ورکوي نه ده پوره سوې تراوسه لاهم په افغانستان کې توده جګړه روانه او هره ورځ پکښي افغانانو ته زیان رسیږي
د بشر حقونو د څار سازمان د راپور له مخې چې افغانستان کې د اوسنیو جګړو یوازنی زیان ملکیانو ته رسیږي تراوسه پوري لاهم طالبانو خپلو جګړو ته دوام ورکړی
په وروستیو ورځو کې د بدخشان او هلمند ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې جګړې وسوې چې په پایله کې يې ډيری ملکي کسان بې او په کښي ووژل سول راپورونه وايي چې د هلمند له جګړو څخه ۱۰ زره کورنیو خپل کورونه پریښي اوتر اوسه داسې لویه مرسته نه ده ورسره سوې چې د هغوی اړتیا وي پوره کړي
له یوې خوا سوړ ژمي او د جګړې له امله کور پرېښودنه دوه هغه لویي ستونزې دي چې په جګړه ییزو سیمو کې ورسره ملکي خلک لاس اوګریوان دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.