The news is by your side.

حکمتیار: د کابل حکومت جګړه غواړي؛ د سولې پلوی نه دی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د حزب اسلامي ګوند جهادي مشر ګلبدین حکمتیار اسلام اباد کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د کابل حکومت د جګړې دوام غواړي او د سولې پلوی نه دی.

ګلبدین حکمتیار چې نن یې اسلام اباد کې د سفر دویمه ورځ په خبري ناسته کې په افغانستان کې د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو شتون ته په اشارې وویل، څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتود ولري، سوله او ثبات به هېڅکله ټینګ نه شي.

حکمتیار دا راز وویل، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس له وتلو پرته بله لاره نه لري.

نوموړی وایي، چې پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ سوله کې خورا مهم رول لوبولی او د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته هم ژمن دی.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پرون د پاکستان حکومت په بلنه اسلام اباد ته په سفر ولاړ او لومړۍ لیدنه یې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره وه او نن یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان د پارلمان له مشر صادق سنجراني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته وکړل.

د ګلبدین حکمتیار سره تللی پلاوی وایي چې حکمتیار له پاکستانیو چارواکو سره د افغان سولې پر پروسې او د افغانانو خپل منځي ناستو په تړاو خبرې اترې وکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.