The news is by your side.

محب: د امریکا له وتلو وروسته به هېواد د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ شي

خبریال وېب پاڼه/ د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ شي.

محب وایي، د جګړې په ډګر کې له افغان امنیتي ځواکونو د امریکا هوایي ملاتړ ډېر مهم دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړي، نوموړي زیاته کړې چې افغان حکومت سولې او جګړې دواړو ته چمتووالی لري او هڅه به کوي چې د کورنیو جګړو مخه څنګه ونیسي.

محب دا راز د بین الافغاني مذاکراتو په اړه وویل، چې افغان حکومت یې د پرمختګ او پر مثبت لوري د تګ لپاره پوره پوره هڅې کوي او له طالبانو هم غواړي چې سولې ته ژمن او رښتیني اوسي.

محب دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان زېږدیز کال تر پایه له افغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې.

خو له هغې وروسته امریکایي چارواکو ویلي چې د روان زېږدیز کال تر پایه به یو اندازه امریکایي ځواکونه ووځي، خو ټول نه.

د امریکایي ځواکونو له وتلو سره یو شمېر افغان سیاسیونو هم اندېښنه ښودلې، چې وتل به یې د افغانستان او سیمې پر ثبات اغېز ولري.

د امریکایي ځواکونو د وتلو له پرېکړې طالبانو هم تود هرکلی کړی وو او امریکا ته یې ډاډ ورکړی وو چې راتلونکې کې به له امریکا او نورو هېوادونو سره مثبتې اړیکې پالي، خو طالبانو بیا د خپلو افغانانو سره تر اوسه اړیکې نه دي ښې کړي، نه ورسره رسمي غونډو ته ناست شوي او نه یې هم د اوربند غوښتنه منلې بلکې جګړې یې لا پسې زور اخیستی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.