The news is by your side.

حضرت:د پاکستان خلاف ملي پاڅون ته اړتیا ده

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت وايي پاکستان يو ځل بیا افغان ولس سره د دوامداره دوښمنۍ په لړ کې د کونړ د مرورې ولسوالۍ اړوند په یو شمېر سیمو راکېټي بریدونه کړي ، چې څلورتنه ولسي وګړي یې ټپیان کړي او یو کوچنی ماشومه یې شهید کړی دی.

د ښاغلي حضرت په خبره پاکستان تل د افغان سولې او ولس دښمن پاتې شوی او هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړې اور بل وساتي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس زياته کړه پاکستان په کراتو کراتو پر افغان ولس د راکېټي بریدونو بندېدو ژمنې کړي ولې په عمل کې یوه ژمنه هم نه ده عملي کړې.

حضرت زياتوي د افغان سولې سره د پاکستان دښمنۍ په جریان کې پاکستان د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پرمټ د افغانستان بېلا بېلو ولایتونو کې جګړه تېزه کړې، چې زیات زيان په کې ولسي وګړو ته اوښتی.

احمد علي حضرت وايي اوس نو ټولو ته ښکاره ده چې پاکستان د افغان ولس ستر دښمن دی او هیڅکله هم نه خپلېږي.

نوموړي وايي افغان ولس ته پکار ده چې د پاکستان په مقابل کې راپورته شي او د هر تیري غچ ترې واخلي.

هغه وايي دې وخت کې د پاکستان پر وړاندې اوس وخت کې ولسي پاڅون د وخت اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ پاکستاني پوځ د کونړ په مرورې ولسوالۍ ١٦ فیره راکټ مرمۍ ویشتلي.

له دغې راکټي مرمیو یوه د ترخو اوبو په سیمه کې په یوه کور کې لګېدلې، چې یوه ماشومه نجلۍ په کې شهیده شوې او د مور په ګډون یې څلور تنه ټپیان شوي دي.

دا لږمړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان په خاورې تېری کوي او په ولسونو یې راکېټونه توغوي، تر دې درې میاشتې وړاندې هم پاکستان د کونړ پر ډیورنډ فرضي کرښې پرتو ولسوالیو او مرکز اسعد اباد راکټي بریدونه وکړل. چې ٨ تنه ملکي وګړي په کې شهیدان شول.

د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد اوسېدونکي وایي د پاکستان له خاورې هره ورځ په مرکز اسعد اباد راکټونه راځي، چې وخت نا وخت ولسي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.

د پاکستان پوځ ډیورنډ فرضي کرښې سره د کونړ پر پرتو ولسوالیو اغزن تار هم تېر کړی او هره ورځ پاکستانی پوځ د کونړ پر خاورې راکټي بریدونه کوي، خو د کونړ د اوسېدونکو پر وینا چې سیمه اییز او مرکزي حکومت ورته غلی دی خو قربانۍ په کې ولس ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.