The news is by your side.

تخار کې ۴۵ سرتیري او ۲۵ طالبان وژل شوي

خبریال ویب پاڼه/ تیره شپه د تخار په دوو ولسوالیو د امنیه قوماندان د امنیت امر په شمول ۴۵ سرتیري وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د تخار ولایت سیمه ‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیت امر راز محمد دوراندیش له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایي، دغه پېښه تېره ورځ د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ نښته روانه وه.

نوموړی وايي، په دغه نښته کې د پولیسو د امنیت امر په ګډون د هغه څو نور ساتونکي وژل شوي دي.

اسیر زیاته کړه، اوس مهال سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او په خبره یې وسله ‌والو طالبانو ته یې هم درنه مرګ‌ ژوبله اړولې ده.

اسیر زیاتوي: چې ۲۵ ترهګر طالب وسله وال هم وژل شوي او له ۲۵ زیات یې ټپیان دي.

له دې سره بیا یوه بله سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط  خبریال ته وایي چې له ۶۰ زیات امیني ځواکونو غوښتل له بهارک ولسوالۍ څخه ووزې چې د طالبانو له کمین سره مخ شول په دغه کمین کې د امینتي ځواکونو له ۴۵ زیات کسان وژل شوي او همدا ډول د نورو یې درک نشته.

سرچینه زیاتوي چې په  دغو نښتو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې له ۲۶ زیات طالبان وژل شوي او له ۲۵ زیات ټپیان دي خو لا هم جګړه روانه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance