The news is by your side.

د ماشومانو د زړه جراحي لومړنی مرکز پرانیستل شو

خبریال ویب پاڼه/ د ماشومانو د زړه د جراحیو لومړی مرکز په کابل کې پرانستل شو. د روغتیا وزارت سرپرست د سه شنبې په ورځ (تله ۲۹ مه) وویل چې دا د ماشومانو لپاره د عامه سکټور لومړی د زړه د جراحي مرکز دی چې د اندراګاندي (صحت طفل) روغتون په چوکاټ کې رامنځته کیږي.

ده زیاته کړه چې دغه مرکز، د ایټالیا په مالي ملاتړ، په معیاري ډول جوړ او په پرمختللو طبي وسایلو سمبال دی. د هغه په ​​وینا، د دې مرکز رامنځته کول د ماشومانو لپاره د زړه د جراحي خدماتو وړاندې کولو کې یو مهم ګام دی.

د روغتیا وزارت سرپرست وویل: چې ټاکل شوې ده د زړه لومړی عملیات راتلونکې اونۍ په مرکز کې په وړیا توګه ترسره شي، او هغه ناروغان چې د سرې میاشتي ادارې او نورو ځایونو له لارې دې مرکز ته راجع کیږي عملیات به یې کړي.

هغه زیاته کړه: “یو شمیر ډاکټران چې د ایټالیا په مالي ملاتړ د روزنې لپاره بهر ته استول شوي وو، اوس په دې مرکز کې ګمارل شوي او د زړه عملیات دوی کوي”.

دی : پدې مرکز کې د زړه ناروغیو خدماتو پروسې پر زیاتوالي ټینګار کوي او زیاته یې کړه، “موږ هڅه کوو چې پدې مرکز کې د خدماتو پروسه پراخه کړو او پدې کې د زړه د پیچلي عملیاتو لپاره زمینه برابره کړو.”

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ټول هیواد کې ۱۲۰ زره ماشومان د زړه سوري ناروغۍ باندې اخته دي چې له یادې شمیرې په میاشتنی ډول شاوخوا ۱۰۰ تنه يي له هیواده بهر او په کور دننه عملیاتیږي.

 د دغه ماشومانو درملنه له هیواد نه بهر هر کال ۳۰۰ تر ۵۰۰ میلیون ډالرو پوري رسیږي چې د کورنیو او مرسته کونکو بنسټونو لخوا ورکول کیږي.

دغه مرکز اوس مهال پنځه بستره او یو جراحي مرکز لري او ټاکل شوی ده چې په دوه راتلونکو میاشتو کې د بسترونو شمیر زیات او د جراحي مرکز وړتیا هم دوه برابره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance