The news is by your side.

کابل کې د مجرمینو لوی عکسونه ځړول  کیږی

خبریال ویبپاڼه/

وروسته له هغه چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل امنیت چارې وسپارلې هره ورځ په نوي بڼه امرونه صادروي ترڅو کابل کې امنیت کابو او خلک ډاډمن کړي

د امرالله صالح په مشري د کابل ښار د امنیت اونظم په برخه کې څلومه ناسته کې زیاتي پر یکړې وسوې چې مهمه يې د مشهوره او فراري مجرمینو د لویو عکسونو لګول وو.

ښاغلي صالح وویل چې په لارو او کوڅو کې دي  د تښتیدلو مجرمینو لوی عکسونه ولګول سي ترڅو خلک يې په اړه دوی  ته مالومات ورکړي تراوسه پوري په دې هکله جدي ګامونه پورته سوي، په وروستي ګام کې د کابل ښاروالۍ ته امر سوی چې د فراري مجرمینو لوی عکسونه دي د کابل ښار په ګوټ ګوټ کې ولګول سي

ښاغلي صالح دا هم ویلي چې  د کابل ښار ترڅنګ به د دې ولایت د ولسوالیو د امنیت د تامین لپاره هم کار وسي

څو ورځې مخکې صالح د کابل د امنیت د تامین لپاره مسؤلیت واخیست او په ډیره ګړندۍ توګه یې دې برخه کې ګامونه واخستل هغه وویل چې په خپل قاموس کې د مجرمینو لپاره د رحم په نوم څه نلري

د کابل ښار په وروستیو مودو کې خورا له ننګونو سره مخ وو، او د دې ښار اوسدیونکو له خورا لوړو اندېښنو سره ژوند کاوه  تراوسه پوري ښايي د کابل امنیت کې بدلون نه وي  راغلي خو امنیتي مسؤلین یوازي د دې لپاره کار کوي چې خپل د ښار امینت تامین کړي

ښاغلي امرالله صالح له خلکو غوښتې چې د شکمنو کړنو په هکله دي خپلو  امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي هغه موده وړاندې خپل  وټساپ دوې شمېر اعلان کړې او له خلکو يې وغوښتل  چې د مجرمینو عسکونه او مالومات ورته ولیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.