The news is by your side.

کندهار؛ تیره شپه ۵۰ ترهګر طالبان وژل شوي

خبریال ویب پاڼه/ د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي خبریال ته وویل: چې د ملي امنیت ځواکونو، ملي اردو او پولیسو ګډو عملیاتو په پایله کې د دغه ولایت په میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ ترهګر طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دوه ولسوالیو کې د ملي امنیت ځواکونو، ملي اردو او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د يو پاکستاني سلاکار په ګډون ۵۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل: د کابل د ملي امنیت ځواکونو، ملي اردو او پولیسو ګډ عملیات د دغه ولایت په میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې د شپې په اوږدو کې ترسره کړل.

د کندهار ولایت د افغانستان په سویل کې یو له خورا نا امنو ولایتونو څخه دی. دا ولایت د طالبانو مرکز او د دې ډلې اصلي ځای دی. وسله وال طالبان لاهم د دغه ولایت په سرحدي ولسوالیو کې چې د پاکستان او هلمند سره ګډه پوله لري پیاوړي دي او کله ناکله له امنیتي ځواکونو سره نښتې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.