The news is by your side.

د قره باغ ناګورنو سیمه کې د نښتو دوام

خبریال ویب پاڼه/ د قره باغ ناګورنو سیمه کې د نښتو دوام سره همهاله د آذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنې لپاره واشنګټن ته ځي.

دغه سفر قره باغ کې د نښتو پایته رسیدو لپاره ترسره کیږي.

د آذربایجان جمهوري دفاع وزارت اعلان کړی چې د تیرې شپې اوږدو کې نښتې روانې وي او د ازمنستان ځواکونو د ترتر او آغدام پر سیمو بریدونه کړي.

د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران تیره اوونۍ روسیې ته لاړل او د قره باغ نښتې وړ سیمه کې پر لنډمهالي اوربند هوکړې ته ورسیدل خو په ظاهره دغه هوکړه پلي نشوه او جګړه دغه راز دوام لري.

د اذربایجان د ملي دفاع وزارت نن سهار په خپره کړې خبرپاڼه کې وویل: چې  د ارمنستان له لورې په نیول شوې سیمو آغ ‌دره، فضولي، هادروت، جبرئیل او زنګلان سیمو کې لا هم د اذربایجان د اردو عملیات د شپې په اوږدو کې دوام لري.

په یاده خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې “ارمنستاني ځواکونو د اذربایجان د اردو په دفاعي لوا توپونه او هاوانونه ویشتلي.

د دغو بریدونو په غبرګون کې، د اذربایجان اردو ټي-۷۲ ټانکونه، د ګراډ توغندیو څلور سیستمونه ، یو ۳۰ D هوویټزر او ۵ د ارمنستاني پوځ وسایط ویجاړ کړل.

په دغه خبرپاڼه کې همداراز ټینګار شوی، چې د دې بریدونو په پایله کې د ارمنستان زیات شمیر سرتیري وژل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.