The news is by your side.

طالبان د سولې خبرو ځنډولو هڅه کې دي

 

خبریال ویبپاڼه/ طالبانو څو میاشتي وړاندې د افغان سولې لپاره بین لافغاني خبرو لپاره غاړه کښېښودله خو لا تراوسه هم داسې ښکاري چې دا ډله د سولې لپاره پلمې لټوي لکه جګړې ته شدت ورکړي کله بل کله بل

افغانستان کې مېشت د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ میلر ویلي داسې مالومیږی طالبان به د امریکایانو تر وتلو د سولې خبرې وځنډوي هغه د وروستیو تا وتریخوالو په هکله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده هغه هیله ښودلې چې طالبان به په نیت سره سولې کولو ته غاړه کښېږدي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د هوکړې له مخې طالبان به د افغانستان پر لویو ښارونو بریدونه نکوي او د دې سره ترخوا به له ټولو بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکي شکوي خو طالبانو یوه هوکړه هم  پرځای نکړه د دوی له ژمنو یوازي دا یوه ژمنه پرځای ده چې دوی افغانستان کې یوازي پر امریکایانو او بهرنیانو بریدونه نه دي کړي نورې هوکړې چې د افغانستان او جګړې په هکله وې ټولې تر پښو لاندې کړې

طالبانو به وروستیو کې پر هلمند او بدخشان او میدان وردګو ولایتونو کې سخت بریدونه وکړل او زیات شمېر ملکي کسانو ته یې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې زیات شمېر بې کوره کړل

د هلمند د جګړې پر مهال د دې ولایت والي ادعا وکړه چې د هلمند په اوږده جګړه کې طالبانو له القاعده او نورو بهرنیو ترهګرو سره یوځای پر لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو بریدونه کړي، دا ښکاره خبره وه چې په دې جګړه کې تر ډيره بریده طالبانو د بهرنیو په ملتیا جګړه کوله ځکه د هلمند له جګړې لسګونه جنازې د پاکستان هېواد ته یو وړل سوې

د امریکايي ځواکونو د قوماندان سکاټ میلر دا ادعا چې طالبان د سولې خبرې ځنډوي بې څه نه ده خو عام افغانان بیا د سولې دې فرصت ته زیاتې هیلې لري چې افغانستان ته به امن راځي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.