The news is by your side.

تخار: یوه هوايي برید کې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال ویبپاڼه/ له تخار ولایته راپورونه وايي چې پر یوه مجسد هوايي برید سو چې ګڼو کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې چې قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي

په دې ولایت کې چارواکو هم منلې چې پر یوه مسجد باندې په غلطۍ سره هوايي برید سوی تراوسوه څرګنده نه ده چې برید بهرنیو او که افغان ځواکونو کړی

راپورونه وايي چې په دې برید کې ۱۲ کسان وژل سوي چې یوه برخه يې ماشومان دي او ۱۲ کسه نور ټپیان سوی دي برید په سیمه کې پر یوه جومات سوی چې قربانیان د یوې مدرسې زده کوونکي دي سیمه کې خلک وايي چې ماشومان جومات ته د سبق ویلو لپاره تللي وو چې له دې پیښي سره مخ سول

دا سیمه په مرکز تالقان پسې اړه لري تراوسه داسې جزیات نسته چې دا برید بهرنیو او که افغان ځواکونو کړی خو نژدې راتلوونکي به مالومه سي

په وروستیو کې د طالبانو له لوري د تخار په مرکز او ولسوالیو کې بریدونه زیات سوي چې دا ولایت يې یوه کړکېچن امنیتي حالت ته وړی چې دا ډول پیښي رامنځ ته کیږي

تخار کې روغتیا پالان وايي چې د پیښي د ژوبلو کسانو د ځینو روغتیايي حالت يې ښه دی او له روغتون څخه رخصت سوي دي

په روانو جګړو کې د ملکي کسانو په تلفاتو کې د پام وړ ډیروالی راغلی د طالبانو له لوري د جګړې شدت په یو شمېر ولایتونو کې د دې لامل سوې چې عام خلک ووژل سي ټپیان سي او زرګونه نور بې کوره سي د افغانستان هلمند او بدخشان ولایتونو کې دا مهال زرګونه کورنۍ له جګړې تښتیدلي او د سرپنا لپاره هیڅ هم نلري دا کورنۍ په دې یخه هوا کې له خپلو کوچنیو ماشومانو سره شپې او ورځې تیروي چې باید ورسره بیړنۍ مرستې وسي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.