The news is by your side.

سوډان؛ امریکا ته ۳۵۵ ملیونه ډالر ورکړي

خبریال ویب پاڼه/ د سوډان د مالیې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: “موږ د متحده ایالاتو لخوا غوښتل شوي ۳۵۵ ملیونه ډالره انتقال کړل ترڅو سوډان د تروریزم ملاتړ کونکو هیوادونو له لیست څخه لرې کړي.”

د سوډان لومړي وزیر عبدالله حمدوک، د دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: چې واشنګټن په متحده ایالاتو کې د تروریزم قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د خسارې په توګه د دې پیسو غوښتنه کړې.

هغه ټینګار وکړ: “د خبرو اترو په پایله کې چې یو کال یې دوام وکړ، موږ دا اندازه له ۱۰ میلیاردو ډالرو څخه څو سوه ملیون ډالرو ته راټیټه کړه.” موږ دا خساره د سرو زرو صادراتو څخه په ګټې اخیستنې ورکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر اکاونټ کې ویلي: د سوډان نوي حکومت پریکړه کړې چې په امریکا کې د ترهګرۍ قربانیانو او د هغوی کورنیو ته ۳۵۵ ملیونه ډالره تاوان ورکړي. زه به سوډان د دې مقدار ورکولو وروسته د هغو هیوادونو له لیست څخه لرې کړم چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.