خبريال- وېبپاڼه: دى د خپل وخت کندهارى ګوګل و، عبدالحى نومېده او پرځان يې د حبيبي تخلص ايښی و.
سبقونه، درسونه، مطالعه، تحقيق،پلټنې او بالاخره کتابت؛ علمي نوم هم پر کښېښودلای شو، چي ټول نوم يې علامه عبدالحى حبيبي شو.
دده د سيرت او صورت په اړه کتابونه، کتابونه ډک دي، تاسې يې بايد حتماً وواياست!
د نن څخه ٣٧ کاله مخکي په دې ورځ د کابل په يوه روغتون کي پداسې حال کې وفات شو، چي (په افغانستان کي د مشروطيت غورځنګ) پر کتاب يې کار کاوه.
د ناجوړۍ په شپو کي ډاکټرانو د استراحت او آرام توصيه ورته کړې وه، ده په جواب کې ورته ويلي وو، چي آخر حضرت ملك الموت ته په انتظار كښېنم؟
مطلب په ده باندي يوازي کندهار خيال نه کاوه، نه يوازې د افغانستان افتخار و، دى په نيمه اسيا کې د موره يو و، زه يې په ادبياتو کي د ډېرو مضامينو مخترع او کاشف ګڼم.
خبري ډېري سر يې يو دى؛ زموږ د علومو اکاډمۍ او هغه علمي مراکز چې ده يې بنسټ ايښى او اوس يې کارمندان د دولت څخه يوازې دده د تخليقاتو په نامه ايکۍ او پيسې ځغلوي؛ دده پر افکارو د سمېنارونو او علمي غونډو څه چي يوه فېسبوکي يادونه يې لا نه وکړه.
راځئ چې اوس يې په بشپړ ډول در وپېژنم:
علامه پوهاند عبدالحی حبیبي د افغانستان یو ستر تاریخپوه، وتلی مستکوال او لوی مبارز و، چې په ۱۲۸۹ لمریز هجري کال کښی په قندهار کې زېږېدلی او په ۱۳۶۳ لمریز کال (۱۹ مۍ ۱۹۸۴) ، په کابل کې يې له نړس څخه سترګې پټې کړې.
علامه حبیبي د فارسی او پښتو ژبو او ادبیاتو بلامنازعی متخصص او کارپوه و.
پوهاند حبیبي په لوړو علمي مقامونو کې خدمت کړی او تر ۱۳۰ څخه زیات کتابونه او رسالې یې چاپ او له شپږسوه څخه زیاتې مقالې يې په پښتو او دري ژبو په بېلابېلو جريدو او مجلو کې نشر شوي دي.
د پوهاند عبدالحی حبيبي لیکل شوي او نشر شوي اثار:
۱. ادبیات جهان (فارسی)
۲. غزنه (مثنوی فارسی)
۳. تاریخ ادبیات پښتو
۴. تاریخ افغانستان در عصر تیموریان هند (فارسی)
۵. جوانمردان و عیاران (فارسی)
۶. اشعار و دیوان تیمورشاه افغان (فارسی)
۷. زرنج و احوال تاریخی آن (فارسی)
۸. تاریخ افغانستان بعد از اسلام (تاریخ به زبان فارسی)
۹. تاریخ سیاسی افغانستان در دو جلد (فارسی)
۱۰. روابط ادبی وادی سند با افغانستان
۱۱. جغرافیای تاریخی افغانستان
۱۲. تصحیح و ترتیب صد میدان خواجه عبدالله انصاری هروی
۱۳. نوشتن مقالات متعدد تاریخی و اجتماعی و سیاسی و ادبی (در حدود ششصد مقاله به زبان فارسی و پشتو در جراید و مجلات مختلف).
د زیاتو معلوماتو لپاره:
د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ ، افغانستان بعد از اسلام ، د پښتو ادبياتو تاريخ ، سنگ نبشته ها و خطوط کهن افغانستان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان، کابل شاهان، صفاريان او تر ۱۳۵ ټوکه زيات څيړنيز او بديع خپاره شوي اثار د افغانستان په تاريخ کې ارزښتمن او د شهرت لوړو پوړيو ته رسېدلي دي.
حبيبي د يوه مبتکر مورخ په توگه داسې تاريخي آثار تاليف او خپاره کړل چې عملاً يې د مدنيتونو پرخپلواک منځ ته راتللو او د محيطي امکاناتو پر ارزښتمن تاثير، د تائيد او ترجيح اثار گڼلای شوو.
علامه حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان په خپرولو سره په حقيقت کې د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ پر له پسې رښتنى مسير روښانه کړ.
او د پنځه زره کلن اوږد زماني واټن ټولې پېښې يې په خپل مبتکر استعداد گام پرگام داسې وڅېړلې او ووډلې چې له يوې خوا يې د دې ليرې زمانې واټن يې حتی نيم کال هم پټ پرينښود او له بلې خوا يې د هرې ادعا د ثبوت لپاره مطمئن او باوري اسناد وړاندي کړل او په دې ترتيب يې د افغانستان تاريخ هويت او عظمت نړۍ والو سياسي او علمي کړيو ته جوت کړ.
په ۱۳۰۷ کال د طلوع افغان اخبار مرستيال او په کال ۱۳۱۰ ددغه اخبار مدير وټاکل شو.
تر ۱۳۱۹ لمريز کاله پورې يې د طلوع افغان اخبار داونيزې جريدې په بڼه په ډېره ښه توگه وچلاوه.
ورسته کابل ته راغى او د پښتو ټولنې مشر وټاکل شو.
په ۱۳۲۰ د پوهنې وزارت د مشاور او په ۱۳۲۴ کال د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د لومړني رييس په توگه وټاکل شو.
د دغو دندو تر څنگ دپښتو ټولنې رييس او د پښتو ادبياتود تاريخ استاد هم و.
د ۱۳۲۶ لمريز کال راپدېخوا د سياست په ډگر کې په فعاليت بوخت شو او د ملي شورا داومې دورې وکالت ته راغی.
بيا د لسو کالو وروسته چې په چمن کې افغان وکيل التجاره شو، په ۱۳۴۰ لمريز کال هطواد ته راستون شو خپلو پوهنيزو او علمي چارو ته يې دوام ورکړه.
په کال ۱۳۴۴ کې د کابل پوهنتون رئيس او ورسته تر د ادبياتو د پوهنځيرئيس شو.
په کال ۱۳۵۷ کې د علومو د اکاډمې مشاور او په ۱۳۵۹ کال کې داطلاعاتو او کلتور وزارت د علمي مشاور په توگه دنده تر سره کړه.
خدای بښلي حبيبي له سلو څخه زيات کتابونه ليکلي چې ۷۰ کتابونه يې په ايران ، پاکستان ، مصر او اورپا کې په پښتو، دري، عربي، اردو ، انگليسې ژبو چاپ شوي دي. له ۶۰۰ څخه يې زياتې ادبي، سياسي، تاريخې او ټولنيزي مقالې او رسالې ليکلې دي.
استاد حبيبي د هېواد بهر او دننه په ۳۶ نړۍ والو سمينارونو کې برخه اخيستې ده او د افغانستان د فرهنگي غنا لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلي او کار کړی.
استاد حبيبي د ۱۳۶۳ کال د ثور د مياشتې په نولسمه چې د مس د میاشتې نولسمې نيټې سره سمون خوري، د کابل په ښار کې له دنيا سترگې پټې کړې او هملته خاوروته وسپارل شو.
عبدالرحمن ځلاند]