امريکا او طالب دواړو د کابل پرونی بريد غندلی

خبريال وېبپاڼه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د نجونو پر ښوونځي او ملکي وګړو برید بشر ضد جنایت دی او امریکا یې په کلکو ټکو غندي.

سرچینه وایي چې د دې بوږنوونکې پېښې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب د افغانستان له خلکو سره شریکوي.

امریکا په دې اعلامیه کې یو ځل بیا ددې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی کم کړل شي او د سولې او دایمي اوربند لپاره دې لار هواره شي.

دغه هېواد همدا راز ټینګار کړی چې دوی په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او ددغه هېواد ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

تېره ورځ په کابل کې له یوه ښوونځي سره څېرمه د موټربم او ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنې ۵۰ زده کوونکي ووژل او تر سلو ډېر یې ټپیان کړل.

ددغه پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

خو افغان ولسمشر اشرف غني وايي چې دا بريد او بشري جنايت طالبانو کړی دی، دوی مخکې هم په داسې پېښو کې لاس درلود.

بلخوا طالب مجاهد ذبيح الله په دوو ټوېټونو کې دوه بېلابېلې خبرې کړې وي.

په يو ټوېټ کې يې لیکلي چې د روژې مبارکه مياشت د جهاد سېزن میاشت ده، ځکه صحابه کرامو به هم په روژه کې جهاد ته زور ورکوو، او موږ هم د هغوی پر پل قدم ږدو او مجاهدينو ته مو امر کړی، چې په دې میاشت کې جنګ ته زور او شدت ورکړي.

په وروستي ټوېټ کې يې ليکلي وو، چې د کابل په پروني بريد کې دوی لاس نه لري.
عبدالرحمن ځلاند

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com