د نيوزلېنډ وزير اعظمه د لور زېږېدلو نه وروسته واده کوي

دا جالب او په زړه پورې خبر هم ولولئ.
خبريال-وېبپاڼه

د نیوزلینډ وزیر اعظمه د لور زېږولو نه درې کاله پس واده کوي

د نیوز لینډ وزیر اعظمې “جیسنډا آرډرن” د لور زېږولو نه درې کاله پس د روان عیسوي کال تر پایه د واده کولو تصمیم نیولی.

د جیسنډا آرډرن له څو کلونو راهیسې د ۴۳ کلن خبريال کلارک ګفورډ سره د مینې تار غځولی و او دواړه له واده کولو بغیر په وزیر اعظم هاوس کې اوسېدل.

په ۲۰۱۸ کې یې لور پیدا شوه او ۲۰۱۹ م کال مۍ میاشت کې یې کوژدن وکړه خو واده یې لا هم پاتې دی.
د نیوز لینډ وزیر اعظمې اوس پرېکړه کړې چې د ګرمۍ په موسم کې واده وکړي خو په وینا یې چې، عمر یې زیات شوی او د ناوې جوړه کې ځان لیدلو ته ډېره لېواله نه ده.

  1. جیسنډا آرډرن په لومړي ځل ۲۰۱۷ کې د ۳۷ کلونو په عمر د نیوزلینډ ځوانه وزیر اعظمه وټاکل شوه چې تېر کال دوهم ځل لپاره هم وزیر اعظمه شوه.
    دا لومړی ځل نه دی، بالکې له دې وړاندې هم په بهرنیو هېوادونو کې دا ډول جالب کارونه شوي، چې نړۍ وال ورته حېران پاتې شوي دي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com