د ریان په نوم یو 6 کلن امریکایی هلک د یوټیوب ویډیوګانو له لارې ملیاردونه روپۍ ګټي.
ریان اوس په انټرنیټ کې شهرت لري او د مالیاتو ورکولو څخه دمخه یې په کال کې لږترلږه 11 ملیونه ډالر عاید ترلاسه کوي، او په افغانستان کې چې شاوخوا یو ملیارده افغانۍ جوړېږي. د دې کیسې ترټولو مهم اړخ دا دی چې دا ماشوم چې ملیاردونه ګټي یوازې 6 کلن دی.
ریان په خپل چینل کې په هره نوې لوبو باندې تبصرې کوي. دا چینل هره ورځ د ریان ټې وي ریویوز تر نامه لاندې مشهور کیږي او اوس له 10 ملیون څخه ډیر سبسکرایبر لري. ریان د لوبو او همدارنګه خواړو په اړه څرګندونې کوي.
د ریان پلار د ماشوم وړتیا سره هم خوښ دی او د ویډیو جوړولو پروسه له کورنۍ سره ډیر وخت تیرولو او اړیکې قوي کولو یو دلیل په توګه ګوري. کله چې ریان په 2015 کې د خپل مور و پلار په مرسته خپل چینل پیل کړ هغه یوازې 4 کلن و.
د ریان په زړه پورې څرګندونو ملیونونه خلک راجلب کړي دي او چینل خپل لوړ حد ته هله ورسید کله چې ریان پدې کې د هګیو په اړه ډېره د حیرانتیا وړ ویډیو رامینځته کړه او دا ویډیو د 800 ملیونه څخه ډیر ځله لیدل شوې او خوښه شوې پداسې حال کې چې د نورو ویډیوګانو لیدونکي یې هم په ملیونونو دي. د هغه مور چې ساینس ښوونه کوله اوس یې تدریس پریښود او خپل ډیری وخت ریان سره تیروي.
ریان کیمره خوښوي ، او کله چې د هغه مور د هغه څخه د ویډیو جوړولو غوښتنه کوي ، هغه ډیر خوښ او ویډیو جوړولو ته هروخت چمتو وي.