د الماسو ډکه کڅوړه موندلو سره د یو سپین ږیري ایماندارۍ

په دوبۍ ښار کې یو سپین ږیري د ایماندارۍ داسې ثبوت ورکړ چې د دوبۍ پولیس ځنې خوښ هم شول او ورسره یې د ایماندارۍ ستاینې سند هم ورکړ.

په دوبۍ کې یو سپین ږیري کوڅه صفا کونکي د صداقت ښودلو په لړ کې پولیسو ته د الماسو ډکه کڅوړه وسپارله.

د اماراتي میډیا په وینا د وینکاټا رامانا په نوم یو کوڅه صفا کونکي د دوبۍ په القوایس سیمه کې د پاکولو په حال کې یوه کڅوړه موندلې وه. چې هغه یې په خلاصیدو حیران شو ځکه چې پدې کې د الماسو او سرو زرو ګېڼې موجودې وې.  خاکروب تر لالچ ایماندارۍ ته ترجیع ورکړه او د محلي پولیسو مرکز ته یې مخه کړه ، چیرې چې هغه د ګران بيه ګېڼو کڅوړه پولیسو ته وسپارله.

د سیمه ییزو پولیسو مشر بریګيډیر یوسف عبدالله خاکروب ته د هغه د ایماندارۍ او ښکلې ډالۍ او د پولیسو د څانګې لخوا یو سند ورکړل شو. راپور ورکړل شوی چې په کڅوړه کې ګېڼو 200،000 درهم لګښت اټکل شوی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com