خبریال وېبپاڼه /نن پر ټولنیزو رسنیو هېشټګ #SanctionPakistan روان دی. آیا تاسو یې هم برخه یئ؟
پر ټولینزو رسنیو فیسبوک او ټیويټر باندي د افغانانو پر ګډون زیات شمیر بهرنیانو هم د پاکستان پر ضد پراخ کمپاین پیل کړي دي.
د یادو افغانانو او بهرنیانو په ګډون په ټولینزو رسنیو ټویټر او فیسبوک باندي (پاکستان تحریم کړي) تر عنوان لاندي هیشټنک په کارولو سره له نړیوالو ټولنو غواړي چي پاکستان دي د افغانستان په داخلي چاروکي له لاس وهني منع کړي.
زیات شمیر افغانانو د افغانستان اوسني نا آمني روان بحران او د پاکستان لامل بللي دي همدارنګه زیات شمیر افغانانو زیاته کړي چي یاد هیواد نه یوازي ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي بلکي په دي ورستیو کې يي په زرګونه ترهګر يي د جهاد او اسلام تر نامه لاندي يي افغانستان ته رالیږلي او دلته له افغان ځواکونو سره جکړي کوي.
همدارنګه لیکوال او ژورنالیست داود جنبش لیکلي( طالبه که ټول وطن ونیسي څوک مو نه خوښي وي او ستاسو پر تندي باندي د پاکستان د څارګري ادارے يا isi له ورایه ځلیږي.
د یادولو وړ ده چي په زیاتو بهرنیو هیوادونو کې افغانانو په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنو او د افغانستان د روانو خالاتو پر ضد يي لاریونونه ترسره کړي دي.
همدارنګه د یادولو وړ ده چي sanctions کلیمه د بندیز په معنا ده، خو زیات وخت په نړیواله کچه یاده اصطلاح د دولتونو ترمنځ په اړیکو کې رامنځته کیږي.
یاد کمپاین په داسي مهال شروع شوي دي چي طالبانو په دي ورستیو کې د هیواد په زیات شمیر ولایتونو کې يي بریدونه پیل کړي او زیات شمیر ولایتونو ته يي هم سقوط ورکړي.
همدارنګه تر اوسه پوري ١٤٢ زره پوري افغانانو یاد هیشټک کارولي دي.