خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د سپتمبر میاشتي په لومړیو کې سریلانکا هیواد ته ولاړه شي هلته به د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي سره دري یورځیني لوبي ترسره کړي.
افغانستان کرکټ ملي لوبډلي یادو لوبو ته د چمتوالي په لړ کې د کابل الکوزي کرکټ لوبغالي کې دوه تمریناتي کیمپونه ترسره کړه.
د افغانستان زیات شمیر خلک په هیواد روان امینتي وصغیت ته په کتو سره په کرکټ بورډ غږ کړي چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي سره دي راتلونکي یورځيني لوبي لغوه شي.
پاکستان هغه هیواد دي چي د افغانستان په روانو جکړو او ناف امنیو کې په غیري مستقیم ډول لاس لري.
د پاکستان حکومت پر وړاندي د خیبر پختونخوا د پښتون ژرغوني غورځنک هم غږ اوچت کړي او د پاکستان حکومت يي یو ترهګر هیواد بللي دي
د افغانستان زیات شمیر خلک د پاکستان پر حکومت نیوکه کوي چي د افغانستان په جکړه کي د وسلوالو ملاټر کوي او د افغانستان ته یي د جکړو لپاره رالیږي.
نو د زیات شمیر افغانان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د لوبو د نه ترسره کولو غوښتنه لري.
همدارنګه په ټولینزو رسنیو لکه ټویټر او فیسبوک باندي د افغانانو په شمول زیات شمیر بهرنیانو هیشټنک روان کړي او د نړیوالو غواړي چي په پاکستان دي بندیزونه ولګوي، همدارنګه د پاکستان پر وړاندي د افغانانو د هیشټنک د شغارو څخه دا هم دي چي پاکستان د ترهګرو ځاله ده، پاکستان د نړي لپاره د سرطان په څیر دي او باید د نړي له نقشي څخه ورک کړي شي.