انګلېنډ په ټېسټ لوبو کې د بنګله دېش ریکارډ مات کړو

انګلېنډ د ۲۰۲۱ په تاریخ کې تر ټولو ډېرې ټېسټ لوبې وبایللې.

د اسټرالیا په کوربتوب د ایشیز لوبو لړۍ کې انګلېنډ درې واړه لوبې اسټرالیا ته وبایللې.

انګلېنډ د ۲۰۲۱ کال کې ټولې پنځلس ټېسټ لوبې وکړې او نهه یې وبایللې.

د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې په 2009 کال کې نهه ټېسټ لوبې بایللې وې چې دا ریکارډ یې انګلېنډ مات کړ او یادې لوبډلې په ۲۰۲۱ کال کې نهه ټېسټ لوبې وبایللې.

انګلېنډ خپله وروستۍ ټېسټ لوبه اسټرالیا ته په یو پاڼۍ او 14 منډو وبایلله.

اسټرالیا د انګلېنډ د ۱۸۵ منډو په ځواب ۸۸ اورونو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۸ منډې وکړې، چې ډیویډ وارنر ۳۸ او کارکس هاریس ۷۸ زیاتې منډې وکړې.

انګلېنډ په دویمه پاڼۍ کې ټول لوبغاړي ژر ژر له لاسه ورکړل او یوازې 27,4 اورونو په لوبولو یې ۶۸ منډې جوړې کړې. او په یوه پاڼۍ او ۱۴ منډو یې دریمه ټیسټ لوبه وبایلله او د ایشیز لوبلړۍ اسټرالیا ۳-۰ وګټله خو دوه ټیسټ لوبې لا هم پاتې دي.

د یادونې وړ ده چې د انګلېنډ لپاره جو روټ د ۲۰۲۱ کال په ټېسټ لوبو کې ډېرې منډې جوړې کړې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com