د رحمن اللہ ګربز لپاره د ویاړ خبر

خبریال وېبپاڼه / که څه هم په روان ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په زیات شمېر لوبې ترسره نه کړې، خو بیا هم یو افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز په هغه لیست کې شتون لري، چې په دې کال کې یې د یو ورځنیو لوبو په یوه لوبه کې زیاتې منډې جوړې کړې دي.

په یاد لېکنه کې د ګربز په شمول څلور هغه توپ وهونکي در وپېژنو، چې په روان ۲۰۲۱ کال یو ورځنیو لوبو په یوه سیالۍ کې یې ډېرې منډې جوړې کړې دي.

په یاده ډله کې یو افغانی، دوه پاکستاني او یو د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شتون لري.

رحمن الله ګربز، بابر اعظم، جینمن میلان او فخر زمان په یا لیست کې شامل لوبغاړي، چې د ټولو په سر کې فخر زمان قرار لري او په یوه یو ورځنۍ لوبه کې یې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پروړاندې په روان ۲۰۲۱ کال کې ۱۹۳ منډې جوړې کړې دي.

په دویم ځای کې د سویلي افریقا لوبډلې لوبغاړی جینمن میلان شتون لري، نوموړي د ایریلینډ لوبډلې پروړاندې په لوبه کې ۱۷۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې دي.

په درېیم ځای کې بابر اعظم شتون لري، نوموړي په روان کال کې د انګلستان لوبډلې پروړاندې په لوبه کې ۱۵۸ منډې جوړې کړې دي او په څلورم ځای کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی شتون لری، چې په روان کال کې یې د ایریلینډ پروړاندې په لوبه کې ۱۲۷ منډې جوړې کړې دي.

په ټوله کې رحمن الله ګربز د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره په درېیو یو ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې ده، چې په یادو لوبو کې یې ۱۸۰ منډې جوړې کړې دي او په یوه لوبه کې یې ښه توپ وهنه همدا د ۱۲۷ منډو ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com