په دی هم خبر شی

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مشر جو روټ د اسټرالیا خلاف روانه دریمه ټيسټ لوبه کې یو بل تاریخي ریکارډ جوړ کړ او نوموړی لومړی لوبغاړی شو چې د یوه کپتان په توګه په ټيسټ کرکټ کې د کال تر ټولو ډيرې منډې جوړوي.

جو روټ روان ۲۰۲۱ کال په ټيسټ لوبو کې تردې دمه ۱۶۸۰ منډو په جوړولو سره د یوه کپتان په توګه تر ټولو د کال ډيرې منډې جوړې کړې او پدې سره یې د سويلي افریقایي پخواني کپتان ګرېم سمېت هغه ریکارډ ته د پای ټکی کیښود،چې د یوه کپتان په توګه یې په کال کې تر ټولو ډيرې منډې جوړې کړي وې.

لدې وړاندې دغه ریکارډ د ګرېم سمېت په برخه و او نوموړي د یوه کپتان په توګه په ټيسټ لوبو کې د کال تر ټولو ډيرې ۱۶۵۶ منډې جوړې کړي وې.

جو روټ د دریمه ټېسټ لوبې په لومړي ورځ ښه لوبه وکړه او په ۸۲ توپونو یې نیمه سلیزه جوړه کړه او له هغې وروسته د مېچل سټارک لخوا وسوځيده.

د یادونې وړ ده چې د اشیز سیریز په روانو لوبلړۍ کې کوربه اسټرالیا د انګلستان په وړاندې لومړيو دوو ټيسټ لوبو کې برلاسي شوې.

لومړۍ دوه سيالۍ چې په ادلید او بریسبن ښارونو کې ترسره شوې،دواړه لوبې کوربه هیواد اسټرالیا پخپل نوم کړي دي.

د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ ټولټال دغه سیریز کې پنځه ټیسټ لوبې شاملې دي،چې دوه یې ترسره شوي،دریمه یې روانه ده او لا هم دوه ټيسټ لوبې د دواړو لوبډلو ترمنځ پاتي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com