نوین الحق په ټولنیزو رسنیو کې ستایل شوی

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی نوین الحق چې پدې وروستیو کې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو نیلامۍ پړاو کې د کوئټه ګلیډي ایټرز لوبډلې لخوا اخیستل شوی و.

کوئټه ګليډي ایټرز هغه لوبډله ده چې پکې شاهدخان افریدي هم لوبیږي.

که څه هم نوین الحق د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې نه لوبیدل شخصي ستونزې یادې کړي،خو د نوموړي اړیکې له افریدي او نورو پاکستاني لوبغاړو سره ښې ندي او څو ځلې نوموړي د سیالیو پر مهال له پاکستاني لوبغاړو سره لفظي شخړې هم کړې.

پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د نوین الحق د نه لوبیدو پریکړې زیاتره افغان مینه وال هم خوښ کړي.

دوی په ټولنیزو رسنیو کې د نوین الحق د یاد ګام څخه ستاینه کړې او له نورو افغان لوبغاړو یې هم غوښتنه کړې،چې پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لوبو کولو څخه ډډه وکړي.

هیره دې نه وي چې پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو سره هم په ټکر کې دي،دا چې پاکستان غواړي پي ایس ایل پخپل هیواد کې ترسره کړي،زیاتره خارجي لوبغاړي د خراب امنیت له کبله نه غواړي چې پاکستان د ورتګ زړه ښه کړي.ددې په ځای دوی د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو کې لوبیدل غوره ګڼي.

بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو پېر پړاو هم ترسره شو،چې د نوین الحق په ګډون د نورو هیوادونو لوبغاړي هم پکې واخیستل شول.

نوین الحق به په بي پي ایل سیالیو کې د خولنا لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com