خبریال وېبپاڼه / زمبابوې راتلونکې جنورۍ میاشت کي سریلانکا ته د دریو یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کوي، د سریلانکا کرکټ بورډ پرون د سه شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۸مه دغه خبر تایید کړ.
زمبابوې په وروستي ځل سپټمبر مياشت کي نړيوال کريکټ کي لوبي ترسره کړي، چې سريلانکا سره به دې سفر کي له اوږده ځنډ وروسته نړيوال کريکټ ته را وګرځي او دريو يوه ورځنيو لوبو سيريز به وکړي.
په وروستی ځل زمبابوې په سپټمبر په میاشت کې د سکاټلینډ په وړاندې لوبي ترسره کړي دي، سريلانکا او زمبابوې به د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ وروسته د لومړي ځل لپاره په یو ورځنیو لوبو کې سره مخ سي.
د يوه ورځنيو لوبو د ياد سيريز لومړۍ لوبه به د جنورۍ مياشت په شپاړلسمه، دوهمه په اتلسمه او دريمه په يوويشتمه نېټه ترسره شي، لوبي ورځنۍ او شپنۍ وي.
د زمبابوې کريکټ ملي لوبډله به د جنورۍ مياشت په لسمه نېټه سريلانکا هيواد ته سفر وکړي او دغه سيريز به د سريلانکا په پاليکيلي نړيوال کريکټ لوبغالي کي ترسره شي.