خبریال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي سي د ۲۰۲۱ کال د ای سي سي نارینه او ښځینه غوره لوبغاړو لپاره اېوارډونه اعلان کړل.
دا اېوارډونه به هغه لوبغاړو ته ورکول کیږي چې د روان کال په اوږدو کې یې په کرکټ کې ښه کارکردګي لرلې وي.
د ای سي سي په وینا دا 13 انفرادي جایزې دي او په اوو کټګوریو ورکول کیږي.
د کرکټ نړیواله شورا د ټېسټ لوبو د کال غوره لوبغاړی، د یو ورځنیو لوبو د کال غوره لوبغاړی او لوبغاړې، د شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبغاړی او لوبغاړې، د ای سي سي د کال غوره کرېکټ لوبغاړی او لوبغاړې، د ای سي سي د کال غوره همکار کرېکټ لوبغاړی او همکاره لوبغاړې، د کرېکټ لپاره د روحیې او د کال د غوره لوبڅار اېوارډونه ورکوي.
د کرېکټ نړیواله شورا وایي د اېوارډونو کټګوریو لپاره به نوماندان به د دېسمبر تر وروستۍ نېټې اعلان شي.
د هرې کټګورۍ لپاره به د څلور نوماند لوبغاړو نوملړ خپور شي، ای سي سي وایي هغه لوبغاړي ورته په پام کې نیول شوي چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ د دېسمبر تر وروستو یې په کرېکټ کې اغېزمن فعالیت کړی وي.
د هرې کټګورۍ نوماندانو ته به د ای سي سي د رایې ورکولو اکاډمي او دا راز د ډېجېټل چېنلونو له لارې به مینه وال وکولی شي رایه وکاروي.
د رایې ورکولو اکاډمۍ رایې او د مینه والو رایې به په پام کې نیول کیږي او د اېوارډ ګټوونکي به ټاکي.
دا راز به د رایې ورکولو اکاډمي د انلاین سروې پر بنسټ د کال غوره لوبډله وټاکي.
د یادونې وړ ده چې د اېوارډونو ګټوونکي لوبغاړي به د جنورۍ میاشت کې اعلان شي.
ټاکل شوې چې د ICC د کال غوره لوبډله د جنورۍ په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه اعلان شي.
د ناریه او ښځینه کرکټ اړوند انفرادي جایزې به د جنوري په 23 اعلان شي. او همدارنګه د کرېکټ روحیه او د کال غوره لوبڅار جایزه به د جنورۍ په 24مه اعلان شي.