د هند پر وړاندې د افغان لوبغاړو غوره لوبه خو لوبه يې وبایلله

خبریال وېبپاڼه / د  ۱۹ کلنو څخه کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د اسیا جام پهلړ کې خپله دریمه لوبه وبایلله او له سیالیو څخه پاتېشوه.

افغان لوبډله په دریمه لوبه کې له هند سره مخ شوه، چېپه څلورو ویکټو یې له هند څخه ماتې وخوړه.

که څه هم په وروستۍ لوبه کې د هند پر وړاندې افغانلوبډلې يو هښه هدف ټاکلی وو؛ خو دا ځل توپ اچوونکوترې دفاع ونشوه کړای.

افغانستان په پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو پهسوځېدو ۲۶۰ منډې هدف ټاکلی وو.

په توپ وهنه کې اعجاز احمد احمدزي ۸۶ ناسوځېدلې اولوبډلمشر سلیمان صافي ۷۳ منډې وکړې.

هند یاد هدف د لوبې ۴۹ اور کې د څلورو لوبغاړو پهسوځېدو پوره کړ او نیمه پایلوبې ته یې لاره ومونده.

هند ته هارنورسېنګ ۶۵ او راج بووا ۴۸ منډې وکړې.

په یاده لوبه کې په لومړي ځل خیبر ولي او خلیل احمد تههم وخت ورکړل شوی وو، چې خیبر شل منډې وکړې اوخلیل احمد یو لوبغاړی وسوځاوه.

په توپ اچونه کې يوازې نور احمد لکڼوال تر نورو ښهوځلېد او په لسو اورونو کې یې د ۴۳ منډو په ورکړې څلورلوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې افغان لوبډلې یوه لوبهله اماراتو ګټلې وه او له پاکستان څخه یې هم ماتې خوړلېوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com