پاکستاني لوبغاړي د هستوګنې له هوټل څخه شړل شوي دي

خبریال وېبپاڼه / د يوې پاکستانۍ مخکښې رسنۍ د راپور په اساس د پاکستان کورنيو لوبو ( قائد اعظم ټرافي ) په مهال د يادو لوبو فائنل ته تلونکې دواړو لوبډلو لوبغاړي، د تېرې چهارشنبې په ورځ ( ډېسمبر ۲۲مه ) د استوګنې له هوټل څخه د هوټل د مسئولينو له لوري ویستل شوي دي.

د ياد راپور په اساس د خېبر پښتونخوا او نارترن پاکستان (شمالي پاکستان) لوبډلو لوبغاړي (چې نوموتي پاکستاني لوبغاړي هم پکې وو) او د لوبډلې مديره ډله د پاکستان کرکټ بورډ د چارواکو بې احتياطۍ او بې غورۍ له امله د هوټل له اسوګنځي بهر سرکونو ته شړل شوي دي.

د هوټل د مسئولينو په وينا چې پي سي بي ورسره د ډېسمبر تر ۲۲مې قرارداد کړی وو او کله چې ياد تارېخ پوره شو، لوبغاړو ته امر وشو چې د هوټل کوټې پرېدي.

راپور زياتوي چې د پاکستان کرکټ بورډ د هوټل مسئولينو ته ويلي چې د لوبغاړو د شمېر د زياتوالي له امله، به د ډیسمبر ۲۲ لپاره د هوټل نيولو تصدیق یوازې د تیر بکینګ لغوه کیدو وروسته ترسره شي.

خو د دواړو خواو د ناسم پوهاوي او په وخت خبر نه ورکولو له امله د ډېسمبر له ۲۲ وروسته تړون نه دی شوی، چې له امله یې لوبغاړي له هوټل ویستل شوي دي.

له هوټل تر ويستل کېدو وروسته ياد لوبغاړي او مدیره ډلې بيا د پاکستان کرکټ بورډ له لوري يوه درې ستوريز هوټل ته انتقال شوي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رميز راجه ويلي چې له يادې پېښې خبر شوی او په وينا یې چې د پېښې پلټنه کوي چې ولې او د چا د بې غورۍ له امله دغه پېښه رامنځته شوې ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com