خبریال وېبپاڼه / د بنګله دېش غوره لیګ یو له مشهورو سوداګریزو لیګونوڅخه دی، چې د نړۍ ډېر لوبغاړي پکې لوبېږي.
دغه لیګ کې چې ټاکل شوې راتلونکی پړاو ډرافټ مراسمیې نن دوشنبه ( ډېسمبر ۲۷ مه) ترسره شي، ځینو افغانلوبغاړو هم ورته نوم لیکنه کړې.
دغه لیګ کې یوازې یو افغان لوبغاړي مجيب ځدران لهوړاندې په ای کټګورۍ کې له باریسال سره تړون لاسلیککړی دی.
د لوبغاړو د پېر کټګورۍ او قیمتونه:
د بنګله دېش غوره لیګ په راتلونکي پړاو کې په ای، بي،سي، ډي او اي کټګوریو کې لوبډلې داخلي او خارجيلوبغاړي اخیستلی شي.
د ای کټګورۍ د داخلي لوبغاړو قیمتونه ۷۰۰ زره بنګالۍروپئ او د خارجي هغو ۷۰ زره امریکایي ډالر، د بي کټګورۍداخلي لوبغاړوقیمتونه تر ۳۵ لکه بنګالۍ روپۍ او د خارجيهغو ۵۰ زره ډالر، د سي کټګورۍ داخلي ۲۵ لکه او د خارجيلوبغاړو ۳۰ زره ډالر، د ډي کټګورۍ ۱۸ لکه او د خارجيلوبغاړو ۲۵ زره ډالر او د اي کټګورۍ داخلي لوبغاړو ۱۲ لکهبنګالۍ روپئ او د خارجي لوبغاړو شل زره ډالر ټاکل شويدي.
د لوبغاړو د پېر اصول:
هرې لوبډلې ته له بولۍ یا نېلامۍ څخه وړاندې د څلورولوبغاړو د پېرلو اجازه ورکړل شوې، چې درې پکي بهرني اویو داخلي لوبغاړی پېرلی شي.
دغه څلور لوبغاړي له وړاندې د لوبډلو سره تړون کوي، چېټولو لوبډلو یاد لوبغاړي پېرلي دي، چې مجیب ځدران پکېباریسال بولز لوبډلې پېرلی دی.
د بي پي ال دغه پړاو ځای:
یادې لوبې د بنګله دېش په دریو لویو ښارونو کې ترسرهکېږي.
ډاکه، چېټاګرام او سېلهت هغه ځایونه دي، چې د ۲۰۲۲ کالبنګله دېش غوره لیګ سیالۍ پکې ترسره شي.
دغه لوبې د شپږو لوبډلو ترمینځ پلان شوي، چې د جنورۍپه شلمه به پیل او د فبرورۍ تر شلمې به دوام وکړي.
د لوبډلو امتیازات:
په یادو سیالیو کې د لوبډلو لپاره امتیازات هم په نظر کېنیول شوي دي.
ددغو لوبو د پایلوبې ګټوکې ته یو کروړ بنګالۍ روپۍ اوبایلونکې لوبډلې ته پنځوس لکه بنګالۍ روپۍ ورکولکېږي.
د یادونې وړ ده چې په ای کټګورۍ کې دریو افغان لوبغاړو( رحمان الله ګربز، ظاهر خان او قیس احمد) او په بيکټګورۍ کې دوو افغان لوبغاړو ( محمد شهزاد او شاپورځدران) نومونه شته، چې په نېلامۍ کې به یې لوبډلېواخلي.
دغه لیګ د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې پلان شوی وو؛ خو دکورونا وبا له کبله د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ شلمې نېټې تهوځنډول شو.