شاهد افريدی ما ورته مشوره ورکړه، خو هغه زما نه مني.

خبریال وېبپاڼه / پاکستاني پښتون لوبغاړي شاهد افريدي خپل زوم ته مشوره ورکړې، خو وايي چي هغه زما مشوره نه ده منلې.

افريدي په خپله وروستۍ مرکه کي ويلي دي چې، شاهين افریدي ته يې مشوره ورکړې ده خو هغه يې مشوره نه ده منلې او خپل د زړه يې منلي دي.

شاهد افریدي په سما تلویزیون کې د یوې خپرونې په ترڅ کې وویل: ما شاهین ته مشوره ورکړې وه چې د کپتانۍ تر منلو مخکي یو یا دوه کاله انتظار وکړي، ترڅو په ​​خپل بالینګ ډیر تمرکز وکړي.

شاهد وايي د دې په ویلو سره سره، زه خوشحاله یم چې هغه د دې مسؤلیت منلو پریکړه کړې او زه هیله لرم چې هغه ما غلط ثابت کړي او ښه نتيجه ترلاسه کړي.

شاهین هم د همدې خپروني په ترڅ کې وویل چې هڅه به وکړي د خپلې لوبډلې لپاره ښه لاس راوړني ولري او دا یادونه يي هم وکړه چې په خپل لوبډله کې تجربه لرونکي لوبغاړي لري چې د لوبډلمشر په توګه به ورسره مرسته وکړي.

تيز توپ اچوونکی شاهين افریدی وايي چي په لوبډله کي با تجربه لوبغاړي، راشد خان، محمد حفيظ او فخر زمان ورسره دي، چي د لوبډلمشرۍ تجربه لري او له نوموړي سره به مرسته وکړي.

افريدی وايي شاهين هم افريدی دی، نو زما خبره کله اوري، نوموړي په داسي وخت کي د شاهين افریدي د لوبډلمشرۍ په اړه دغه څرګندونې کړي دي چې شاهين د  راتلونکي پي اس اي لپاره د لاهور قلندرز لوبډلي لوبډلمشر وټاکل شو.

شاهين افریدی د شاهد افريدي د لور د ژوند ملګری هم دی، چي دواړه د پاکستان په کريکټ کي نوموتي پښتانه لوبغاړي دي او شاهد افريدی له نړيوال کريکټ څخه تقاعد او شاهين اوس د پاکستان د کريکټ لوبډلې مهم لوبغاړی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com