نوين الحق! د پاکستان پي اس ال ليګ کي د نه لوبيدو پریکړه وکړه

خبریال وېبپاڼه / افغان تيز توپ اچوونکی نوين الحق د راتلونکي ۲۰۲۲ کال پي اس ال ليګ کي د شخصي لاملونو له امله نه لوبيږم.

د پاکستان پي اس ايل ليګ چي ټاکل شوې ده راتلونکې جنورۍ مياشت په اووه ويشتمه نېټه پيل شي، ورته د ګڼ شمېر افغان لوبغاړو په شمول نوين الحق هم اخيستل شوی وو.

نوين نن يکشنبه د ډسمبر شپږويشتمه نېټه دغه خبرتيا خپره کړه چي نوموړی نه غواړي دغه ليګ کي د شخصي لاملونو له امله ولوبيږي او ويلي دي چي خواشينی دی چي په دې ليګ کي د نه لوبېدو پريکړه کوي.

له نوموړي پرته نور افغان لوبغاړو کي چي پي اس ايل ليګ کي د مختلفو لوبډلو له خوا اخيستل شوي دي، راشد خان، محمد نبي عیسی خېل، حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز او نور احمد لکڼوال شامل دي.

پي اس ايل ليګ لپاره د ډسمبر په دوولسمه نېټه بولۍ مراسم ترسره شوه چي نوين الحق د کويټي ګلاډيټورز لوبډلي له خوا واخيستل شو، دې لوبډلي بل افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال هم اخيستی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com