خبریال وېبپاڼه / کرونا ویروس د خپریدو له ویرې امریکا کرکټ بورډ او ایرلینډ کرکټ بورډ په ګډې موافقې سره د یو ورځنیو لوبو سیریز وځنډوه.
د ایرلینډ او امریکې ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سیریز له هغې وروسته وځنډیده چې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې دوه غړي په کرونا اخته شول.
د یادو لوبغاړو په کرونا اخته کیدو وروسته نور لوبغاړي هم قرنطین شول او له هغوی د کرونا ټيسټونه ترسره شول،چې د دوو لوبغاړو علاوه د نورو پاتي لوبغاړو د کرونا پایله منفي راووته.
ایرلینډ او امریکا کرکټ بورډ ویلي،دوی ددې په خاطر چې کرونا پيښې په لوبغاړو کې نور سرایت ونکړي،دوی د دوو یو ورځنیو لوبو سیریز په لغوه کولو موافقه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د امریکې او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړي ځل سیریز په لاره واچول شو.د دوی ترمنځ لومړۍ دوه شل اوریزې لوبې ترسره شوې چې لومړۍ لوبه کې امریکې لوبډلې ایرلینډ لوبډلې ته په ستر توپیر ماتي ورکړه او پدې سره لومړۍ لوبډله شوه چې یوې بشپړې لوبډلې ته ماتي ورکوي.
خو دوهمه شل اوریزه لوبه کې ایرلینډ له امریکې خپل غچ واخیست او بریا یې خپله کړه.
ایرلینډ هغه لوبډله ده چې د افغانستان سره یو ځای یې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا بشپړ د ټيسټ لوبو امتیاز ترلاسه کړی دی،د افغانستان په پرتله ایرلینډ کرکټ بورډ پدې توانیدلی چې له سترو لوبډلو سره زیاتې سيالۍ په لاره واچوي،خو افغانستان لا هم د ایف ټي پي پرته تراوسه خپلې لوبډلې ته داسې د کوم پام وړ لوبې ندي برابرې کړي.