خبریال وېبپاڼه / د هند او سویلي افریقا تر منځ د درې ټېسټ لوبلړیو څخه د لومړۍ ټېسټ لوبې په دریمه ورځ د هند لپاره محمد شامې په زړه پورې توپ اچوونه وکړه.
محمد شامې 16 اورونه ترسره کړل، پنځه یې مېډین کړل، 44 منډې یې ورکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځول.
شامې د پنځو وېکټو په اخیستو سره په ټېسټ لوبو کې د خپلو وېکټو شمېر تر دوه سوو ورساوه.
د هند کرېکټ لپاره محمد شامې پنځم لوبغاړی شو چې په ټېسټ لوبو کې دوه سوه وېکټې پوره کوي.
شامې د خپلې دې لاسته راوړنې کرېډېټ خپل پلار او ورور ته وړاندې کړ او زیاته یې کړه دا چې نوموړی نن دې ځای کې دی لامل یې د ده پلار او ورور دي.
د هند او سویلي افریقا ترمنځ نن د ټېسټ لوبې څلورمه ورځ پیلیږي.
هند په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۱۰ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۳۲۷ منډې وکړې.
سویلي افریقا دبیا ۱۹۷ منډې وکړې او ۱۳۰ منډې ور پاتې شوې، هند به نن یو ځل بیا توپ وهنه کوي او مقابلې لوبډلې ته به هدف ورکوي.