ملي لوبغاړو پيغام:که له هیواد سره مینه لرئ،افغانۍ وکاروئ!

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ مشر او د ملي لوبډلې لوبغاړو له خپلو هیوادولو غوښتنه کړې،چې د نورو خارجي اسعارو په ځای افغانۍ وکاروي.

میرویس اشرف،رحمت شاه زرمتی،فضل حق فاروقي،حشمت شهیدي،حمیدحسن له ټولو هیوادولو غوښتنه کړې چې پخپلو کاروبارونو کې افغانۍ وکاروي.

میرویس اشرف پخپل ویډیو کلیپ کې زیاتوي: « درنو هیوادولو که له هیواد سره مینه لرئ،نو افغانۍ وکاروئ.»

فضل فاروقي: «زه له خپل هیواد سره مینه لرم،ځکه افغانۍ کاروم،له تاسو هم غوښتنه کوم چې افغانۍ وکاروئ.»

حشمت الله شهیدي: «افغانۍ زمونږ د ویاړ،اقتدار او ملي هویت نښه ده.»

حمیدحسن: «درنو هیوادولو! که له خپل هیواد سره مینه لرئ،نو افغانۍ وکاروئ.»

د کرکټ بورډ لخوا دغه ګام پداسې مهال مخې ته راځي چې پدې وروستیو کې افغانۍ د خارجي اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړئ و.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com