خبریال وېبپاڼه / د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي روز ټاېلر اعلان وکړ چې د بنګله دېش خلاف پخپل کوربتوب راتلونکي لوبلړۍ به د هغه د ټيسټ کرکټ کیریر وروستۍ سيالۍ وي او لدې وروسته به ورسره مخه ښه وکړي.
د ټيسټ کرکټ ترڅنګ به نوموړی د اسټرالیا او هالینډ په وړاندې راتلونکو لوبو لوبولو وروسته له همدغه پارمټ سيالیو سره هم مخه ښه اعلان وکړي.
۳۷ کلن ټاېلر اوسمهال ۱۱۰ ټيسټ لوبې لوبولي او نوموړی د نیوزیلینډ لپاره په دوو پارمټونو ټيسټ او یو ورځنیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی هم دی.
روز ټاېلر چې د ټیسټ چمپیون شيپ سيالیو د اتلوالۍ خپلولو پر مهال چې روان کال په لومړيو کې یې خپله کړه،نوموړی په لوبغالي کې یو ځای د کین ویلیمسن سره ولاړ و،هغه ویلي و چې په ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې به هم راڅرګند شي،خو اوس نوموړي له کرکټ څخه د تقاعد خبر ورکړ.
نیوزیلینډ لوبډله په جنورۍ میاشت کې له اسټرالیا سره درې یو ورځنۍ لوبې لري او له هغې وروسته له هالینډ سره سيالۍ لري،په یادو سيالیو کې به ټاېلر شتون ولري او له هغې وروسته به د تل لپاره له کرکټ سره مخه ښه اعلان کړي.
روز ټاېلر ويلي،خوشبخته لوبغاړی دی چې د ډيرې مودې راهیسې د نیوزیلینډ لپاره لوبې کوي.دده په وینا پدې وخت کې یې زیاتې خاطرې ترلاسه کړي دي.
نوموړي له ټولو مینه والو،روزونکو،د ټیم ملګرو څخه مننه کړې چې تردې وخته یې زما ملاتړ کړی.