خبریال وېبپاڼه / په متحده عربي اماراتو کې د اسيايي شورا د غړوهېوادونو د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو ترمينځ د پیلشوي جام په نیمه پايلوبو کې هند بنګله دېش او سريلانکاپاکستان ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره وکړه.
د هند توپ اچوونکو له ۲۴۳ منډو څخه دفاع وکړه او بنګلهدېش لوبډله يې په ۱۴۰ منډو وسوځوله.
دغه لوبه هند د ۱۰۳ منډو په توپير وګټله.
بل لور ته بيا پاکستان د سريلانکا له لورې ورکړل شوی ۱۴۸منډو هدف پوره نکړای شو او ټوله لوبډله يې په ۱۲۵ منډووسوځېده.
پدغه لوبه کې ترېوين ماتيو په لسو اورونو کې ۱۴ منډېورکړې او د پاکستان څلور لوبغاړي يې وسوځول.
همدرانګه بل لوبغاړي ډي ويلاليګ هم درې لوبغاړيوسوځول او ځان يې پايلوبې ته ورساوه.
پاکستان تر دې وړاندې خپلې درېواړه لوبې ګټلې وې؛ خوهند، سريلانکا او بنګله دېش بيا يوه يوه ماتې خوړلې وه.
ټاکل شوې، چې ددغه جام پايلوبه سبا ( جمعه د ډسمبر۳۱مه ) په دوبۍ کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان هم په یادو سیاایو کېبرخه لرله چې د یوې بریا او دوو ماتو سره یې په لومړيپړاو کې له دغه جام سره خدای پاماني وکړه.
افغانستان له هند او پاکستان څخه ماتې وخوړې خومتحده عربي اماراتو ته یې په خورا لوی توپیر ماتې ورکړه.