کرونا ویروس دا ځلې بیګ باش سيالۍ له خنډ سره مخ کړې

خبریال وېبپاڼه / په نړۍ کې یو ځل بیا کرونا ویروس په زیاتیدو دی،دا ځلې یې د اسټرالیا روانو بیګ باش سيالیو کې هم خپور شو،چې له کبله یې د پرت سکارچرز او ملبورن سټارز لوبډلو ترمنځ لوبه له خنډ سره مخ کړه.

د پرت سکارچرز او ملبورن سټارز لوبډلو ترمنځ لوبه هغه مهال له خنډ سره مخ شوه چې د ملبورن سټارز لوبډلې روزونکو ډله کې د کرونا پیښې ثبت شوې.

د بیګ باش سيالیو عمومي منیجر السټر ډوبسن ویلي،دوی د لوبغاړو د خوندیتوب په موخه چې کرونا پکې نور سرایت ونکړي،سيالي وځنډوله.

نوموړي ویلي،د ځنډول شوي سيالۍ د بیا مهارولو په اړه به وروسته پریکړه وکړي.

«مونږ پدې افسوس کوو چې ننۍ سيالي ځنډوو،خو دغه پریکړه د لوبغاړو د حفاظت په موخه وشوه.مونږ غواړو چې دغه لیګ لوبې د کرونا قوانینو مطابق په مخ لاړې شي.»

د یادونې وړ ده چې په روانو بیګ باش سيالیو کې پرت سکارچرز لوبډله ښه په مخ روانه ده.یادې لوبډلې په اوو ترسره کړل شوو سيالیو کې شپږ سيالۍ ګټلي دي او په جدول کې دوهم مقام لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com