د تقاعد شویو لوبغاړو ترمنځ د دویم پړاو لیګ نېټه اعلان شوه

خبریال وېبپاڼه / کرکټ د نړۍ د تقاعد شویو لوبغاړو ترمنځ دویم پړاو لیګ د را روان کال د فبرورۍ په پنځمه په هند کې پیلیږي.

یاد لیګ د هند او متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کیږي.

هند به د فبرورۍ له پنځمې د مارچ تر اولې نېټې د یاد لیګ کوربه وي او د مارچ له اولې تر نولسمې نېټې به پاتې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

په دویم پړاو لیګ کې د نړۍ 160 کرکټ لوبغاړي برخه اخلي.

د تقاعد شویو لوبغاړو لومړی پړاو لیګ نړیوال کرکټ کې لوبېدلیو د پخوانیو مشهورو لوبغاړو د لوبېدو له کبله خورا ډېر په زړه پورې او عالي او سږ کال تمه کیږي چې د لومړي پړاو په پرتله دویم پړاو ډېر په زړه پورې وي.

په دې لیګ کې درې لوبډلې لوبیږي، یو له هند څخه، دویمه اسیا لاینز لوبډله او دریمه لوبډله به د نورو هېوادونو له لوبغاړو جوړیږي.

د تقاعد شویو لوبغاړو لومړی پړاو لیګ د سچېن ټنډولکر په مشرۍ هند لوبډلې لوبه وګټله او په دې لیګ کې د سویلي افریقا جونټي روډز، د وېسټ انډیز کالر هوپر، د سریلانکا تلکارتني دلشان، ویریندر سهواګ، یوراج سېنګ او د اسټرالیا بریټ لی شامل وو.

د یادونې وړ ده چې راتلونکي پړاو لوبو لپاره د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان هم اخیستل شوی.

اصغر افغان به پدغه لیګ کې د اسیا زمریو یا اسیا لاینز لوبډلې په استازیتوب لوبې ترسره کړي.

په اسیا لاینز لوبډله کې شعیب اختر، شاهد افریدي، سنات جیاسوریا، موتیا مورالي درن، چامېنډا وس، رومیش کالویترانا، تلکراتني دلشان، اظهر محمود، اوپل تړانګا، مصباح الحق، محمد حفیظ، شعیب ملک، محمد یوسف، عمرګل، یونس خان او اصغر افغان شتون لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com